ads

افغان ځواکونو په خپلو عملياتو کې څلور ښوونکي وژلي

د ننګرهار په چپرهار ولسوالۍ کې د ملي امنیت د ځانګړو ځواکونو په عملياتو کې څلور ښوونکي وژل شوي او یو تن ټپي دی.

نویسنده: mayar
19 غویی 1398
افغان ځواکونو په خپلو عملياتو کې څلور ښوونکي وژلي

د ننګرهار په چپرهار ولسوالۍ کې د ملي امنیت د ځانګړو ځواکونو په عملياتو کې څلور ښوونکي وژل شوي او یو تن ټپي دی.
د چپرهار یوه قومي مشر معلم ولایت خان کليد ته وویل، د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو تېره شپه د چپرهار په شیخ قلعه سیمه کې د عملیاتو پر مهال څلور ښوونکي وژلي، یو یې ټپي کړی او یو بل یې ژوندی له ځانه سره بېولی دی.
هغه وایي وژل شوي او ټپیان ټول ښوونکي دي.
بل لور ته د ننګرهار د پوهنې ریاست مسولینو هم یاده پېښه تایید کړې خو په دې اړه یې د نورو جزیاتو له ورکولو ډډه کړې.
د پوهنې ریاست ویاند محمد اصف شنیواري ویلي، تېره شپه افغان ځواکونو په چپرهار ولسوالۍ کې د عملیاتو پرمهال څلور ښوونکي وژلي دي.
نوموړي چې نه یې غوښتل غږ یې خپور شي په دې اړه د نورو جزیاتو له ورکولو پرته وویل چې په دې اړه به نور جزیات وروسته ورکړي.
ومو غوښتل په دې اړه د امنیتي چارواکو نظر هم له ځانه سره ولرو خو بریالي نه شوو.

 

 

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA