د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو د تړلو دروازو تر شا د ۱۵ ايراني سازمانونو له مشرانو سره په خبرو کې ويلي، واشنګټن پر تهران د هېڅ ډول پوځي بريد پلان نه لري.
د دې ناستې يو شمېر سرچينو رسنيو ته په ډاګه كړې، د امريکا د بهرنيو چارو وزير هڅه کوله له ايرانۍ مجاهدين خلق ډلې، چې د سپينې ماڼۍ د ملي امنيت د سلاکار جان بولټن او د جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ د شخصي وکيل رودي جولياني د علاقې وړ ده، ځان په واټن کې وښيي.
دغه ناسته يوه اونۍ وړاندې د ټکزاس ايالت په دالاس هوټل کې شوې، خو په تړاو يې معلومات تازه خپاره شوي دي.
د راپورونو له مخې، د ناستې په لومړيو کې پمپيو لنډه وينا وکړه او وروسته يې د ګډونوالو پوښتنې ځواب كړې، چې ډېر وخت همدې پوښتنو او ځوابونو ونيوه.
د سرچينو په خبره، د امريكا د بهرنيو چارو وزير وويل، دوی ډېر په ارام ګامونه اخلي او څرګنده يې کړه، چې جمهور رئيس ټرمپ پر ايران د پوځي بريد پلوی نه دی.