د افغانستان د کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې نن د ۲۰۱۹م ميلادي کال د نړيوال جام سياليو ته خپله ۱۵ كسيزه لوبډله اعلان كړه.
د دغو يو ورځنيو سياليو لپاره په اعلان شوې افغان لوبډله كې ګلبدين نايب، محمد شهزاد، نورعلي ځدراڼ، حضرت الله ځاځی، رحمت شاه، اصغر افغان، حشمت الله شهيدي، نجيب ځدراڼ، سميع الله شينواری، محمد نبي، راشد خان، دولت ځدراڼ، افتاب عالم، حميد حسن او مجيب الرحمن شامل دي.
د افغانستان د کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې دغه راز اکرام علي خېل، کريم جنت او سيد شېرزاد د احتياطي لوبغاړو په توګه غوره كړي دي.
په ياده لوبډله كې له ۲۰۱۶م ميلادي کال وروسته د لومړي ځل لپاره حميد حسن ته ځاى وركړل شوى دى.
افغان لوبډله به د دوهم ځل لپاره د كركټ د يو ورځنيو لوبو د نړيوال جام په سياليو كې ولوبېږي.
دې لوبډلې د ۲۰۱۵م ميلادي کال د نړيوال جام په سياليو كې يوازې يوه لوبه ګټلې وه او دا ځل ترې د ډېرو لوبو د ګټلو تمه كېږي.
د روان ميلادي كال د كركټ د نړيوال جام لوبې د راتلونكې مې مياشتې له ۳۰مې د جولاى تر ۱۴مې نېټې د انګلستان او وېلز په کوربه توب د ۱۰ هېوادونو د كركټ ملي لوبډلو ترمنځ ترسره كېږي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ