ads

د مخابراتو او معلوماتي ټكنالوژۍ پر وزارت د شنبې ورځې د بريد تلفات زيات شول

د مخابراتو او معلوماتي ټكنالوژۍ پر وزارت د شنبې ورځې د بريد ملكي تلفات زيات شول.

نویسنده: mayar
1 غویی 1398
د مخابراتو او معلوماتي ټكنالوژۍ پر وزارت د شنبې ورځې د بريد تلفات زيات شول

د مخابراتو او معلوماتي ټكنالوژۍ پر وزارت د شنبې ورځې د بريد ملكي تلفات زيات شول.
پرون له غرمې وړاندې شاوخوا ۱۱ بجې او ۴۰ دقيقې د مخابراتو او معلوماتي ټكنالوژۍ وزارت ته څېرمه چاودنه شوه او وروسته وسله والو بريد كوونكو له امنيتي ځواكونو سره شاوخوا پنځه ساعته جګړه وكړه.
د كورنيو چارو وزارت تېر مازديګر وويل، په دې پېښه كې څلور بريد كوونكي، څلور ملكي وګړي او درې امنيتي سرتېري وژل شوي او اته ملكيان ټپيان دي، خو تېره شپه يې ويلي، درېيو نورو ملكي وګړو هم د سختو ټپونو له كبله ساه وركړې ده.
بلخوا د مخابراتو او معلوماتي ټكنالوژۍ وزارت وياند ساير ځلاند كليد ته وويل، په ياد بريد كې د افغان پوسټ رياست پنځه كار كوونكي، د دوى دوه امنيتي همكاران او دوه مراجعين وژل شوي دي.
د دغې پېښې مسووليت تراوسه كومې وسله والې ډلې پر غاړه نه دى اخيستى او وسله والو طالبانو په كې خپل لاس لرل رد كړي، خو ويل كېږي له بريد كوونكو د داعش ډلې بيرغونه ترلاسه شوي دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA