ads

يو ځانمرګی بريدکوونکی د خپلو چاودېدونکو توکو په چاودنه کې ووژل شو

د فاریاب ولایت په قیصار ولسوالۍ کې یو ځانمرګی بریدکوونکی هدف ته تر رسېدو مخکې د خپلو چاودېدونکو توکو په چاودنه کې وژل شوی دی.

نویسنده: mayar
29 وری 1398
يو ځانمرګی بريدکوونکی د خپلو چاودېدونکو توکو په چاودنه کې ووژل شو

د فاریاب ولایت په قیصار ولسوالۍ کې یو ځانمرګی بریدکوونکی هدف ته تر رسېدو مخکې د خپلو چاودېدونکو توکو په چاودنه کې وژل شوی دی.
د کورنيو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دا شخص ملا ادريس نومېده، چې غوښتل يې د دغه ولايت په اړونده کومه سيمه کې ځانمرګی بريد وکړي.
خبرپاڼه زياتوي، پرون له غرمې وروسته دغه شخص هدف ته تر رسېدو وړاندې د دې ولايت د قیصار ولسوالۍ په ثور کلي کې د خپلو چاودېدونکو توکو ښکار شوی او وژل شوی دی.
د خبرپاڼې له مخې په دې پېښه کې بل چا ته زيان نه دی اوښتی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA