ټاکل شوې نن د افغانستان لپاره د روسيې ځانګړی استازی ضمير کابلوف، د افغانستان د سولې په چارو کې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت له ځانګړي استازي زلمي خليلزاد سره وګوري.
کابلوف وایي، تمه کوي چې امریکایي چارواکي ورته د طالبانو له استازیو سره د وروستیو تماسونو او خبرو په اړه معلومات ورکړي.
د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په مشرۍ د امریکایي پلاوي او د طالبانو د استازو ترمنځ د مذاکراتو دغه پنځم پړاو خبرې له ۱۶ ورځو وروسته د تېرې سې شنبې په ورځ پای ته ورسېدې.
دواړو لورو پهدې خبرو کې د پرمختګ خبره کړې، خو ډېر جزئیات یې له رسنیو سره نهدي شریک کړي.
له افغانستانه د ټولو امریکایي ځواکونو وتل او دا چې د افغانستان له خاورې به بیا القاعده یا نورې ترهګرې ډلې پر امریکا د بريد لپاره د اډې په توګه کار نه اخلي، د دغو خبرو د بحث دوه مهم مسایل یاد شوي دي.