په هرات كې تېره ورځ راوتلو سېلابونو د ښځو او ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۱۰ تنه وژلي دي.
د دې ولايت د والي وياند جيلاني فرهاد كليد ته وويل، د سېلابونو له كبله په غوريان، كوه زور، زنده جان او رباط سنګي ولسواليو كې د څلورو ښځو او درېيو ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۱۰ تنه وژل شوي دي.
د نوموړي په خبره، په دغو ولسواليو كې زرګونه جريبه كرنيزه ځمكه له منځه تللې او د استوګنې لسګونه كورونه هم ويجاړ شوي دي.
فرهاد وايي، د سروې ټيمونه سېلاب ځپلو سيمو ته لېږل شوي، ترڅو هلته د لازمو مرستو لپاره ځاني او مالي زيانونه معلوم كړي.
د يادونې وړ ده، چې شاوخوا دوه اونۍ وړاندې هم په هرات كې سېلابونو اووه تنه وژلي او پنځه نور ژوبل كړي وو.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ