ads

په اروزګان کې بهرنيو ځواکونو د افغان سرتېرو قرارګاه بمبار کړې

د اروزګان د ولايتي شورا استازي وايي، په دغه ولايت کې تېره شپه ناوخته بهرنيو ځواکونو د مرکز ترينکوټ اړوند سرې کلا سيمه کې د ملي اردو يوه قرارګاه بمبار کړې او ټول سرتېري يې وژلي دي.

نویسنده: mayar
22 کب 1397
په اروزګان کې بهرنيو ځواکونو د افغان سرتېرو قرارګاه بمبار کړې

د اروزګان د ولايتي شورا استازي وايي، په دغه ولايت کې تېره شپه ناوخته بهرنيو ځواکونو د مرکز ترينکوټ اړوند سرې کلا سيمه کې د ملي اردو يوه قرارګاه بمبار کړې او ټول سرتېري يې وژلي دي.
د ولايتي شورا مرستيال محمد کريم کريمي کليد ته وويل، د افغان او بهرنيو ځواکونو د نښتې په اړه دقيق معلومات نه لري خو زياته يې کړه چې په دې جګړه کې تر ۱۵ پورې د ملي اردو سرتېري وژل شوي او ټپیان دي.
هغه زياتوي، په ياده نښته کې د بهرنيو ځواکونو د چورلکو لخوا د ملي اردو ياده قرارګاه په بشپړه توګه بمباري شوې.
له بل لوري د ترينکوټ د ولايتي روغتون مسولين وايي، ياد روغتون ته تېره شپه له دې پېښې د ملي اردو ۳ سرتيري ور وړل شوي دي چې د يوه روغتيايي وضيعت نازک ښودل شوی.
کريمي د بهرنيو ځواکونو له لوري پر دغه ډول بريدونو انديښنه ښيي او زياتوي چې د ولايت په کچه د افغان او بهرنيو ځواکونو د نه همغږۍ له کبله دغه ډول پېښې رامنځته کېږي.
هغه وايي، که مرکزي حکومت اروزګان ته پاملرنه و نه کړي، د نورو دغه ډول پېښو د رامنځته کيدو احتمال هم شته.
په لومړنۍ نښته کې بهرنيو ځواکونو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په تړاو څه نه دي ويل شوي.
يوه بله سرچينه بیا وايي چې د ملي اردو په ياده قرارګاه کې تر ۱۶ پورې د ملي اردو سرتېري مېشت و.
افغان چارواکو تر دې مهاله په دې تړاو څه نه دي ويلي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA