د افغانستان د ساحلي فوټبال ملي لوبډلې تېره شپه د اسيايي سياليو د كوربه هېواد تايلنډ د ساحلي فوټبال له ملي لوبډلې په خپله درېيمه لوبه كې د صفر په وړاندې په دوو ګولونو ماتې وخوړه او له مخكې تګه پاتې شوه.
افغان لوبډلې د اسيا د اتلولۍ او د ۲۰۱۹م ميلادي كال د نړيوال جام لوبو ته د لار موندنې په سياليو كې خپله دوهمه لوبه د فلسطين د ساحلي فوټبال ملي لوبډلې ته بايللې او په خپله لومړۍ لوبه كې يې د ماليزيا لوبډلې ته ماتې وركړې وه.
كه افغان لوبډلې د تېرې شپې لوبه گټلې واى، نو د دغو سياليو بل پړاو ته به يې لار پيدا كړې وه.
افغانستان له ماليزيا، فلسطين او تايلنډ سره په A ګروپ كې شامل و.
د ۱۵ لوبډلو په ګډون په تايلنډ كې د ساحلي فوټبال د روانو اسيايي سياليو په پاى كې به درې غوره لوبډلې د روان ميلادي كال د نړيوال جام لوبو ته لار ومومي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ