د فارياب په قيصار ولسوالۍ كې د امنيتي ځواكونو او وسله والو طالبانو ترمنځ د جګړې په ترڅ كې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ۲۰۹ شاهين قول اردو وياند محمد حنيف رضايي كليد ته وويل، طالبانو تېره شپه د قيصار ولسوالۍ د اركليك سيمې پر امنيتي پوستو بريد وكړ، چې له كبله يې د پوليسو يوه امنيتي پوسته سقوط شوه.
د نوموړي په خبره، په دې درې ساعته جګړه كې د دوو قوماندانانو په ګډون ۱۴ طالبان ووژل او ۱۵ تنه نور ژوبل شول.
رضايي په نښته كې افغان سرتېرو ته هم د مرګ ژوبلې اوښتل تاييد كړل، خو په تړاو يې كره معلومات ورنه كړل.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ