د پاكستان لومړى وزير عمران خان وايي، له دې وروسته هلته مېشت هغه افغان كډوال، چې د استوګنې قانوني اسناد لري، كولى شي بانكي حسابونه پرانېزي.
نوموړي پر خپله ټويټر پاڼه ليكلي، په دې اړه يې تېره ورځ لارښوونه وكړه او افغان كډوال كولى شي د پاكستان په اقتصاد كې برخه ولري.
عمران خان ويلي، دا كار بايد ډېر مخكې شوى واى.
دى داسې مهال افغان کډوالو ته د بانکي حسابونو د پرانيستلو اجازه ورکوي، چې پاکستان له اقتصادي پلوه له يوه بد حالت سره مخ دى.
د يادونې وړ ده، چې اوسمهال په پاكستان كې شاوخوا درې ميليونه افغان كډوال ژوند كوي، چې نېږدې دوه ميليونه يې هلته د اوسېدو قانوني اسناد لري او پاتې نور يې راجستر نه دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ