ads

په غزني كې پر ولسي پاڅون كوونكو هوايي بريد شوى

د غزني په جاغوري ولسوالۍ كې هوايي بريد ۱۲ ولسي پاڅون كوونكو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند احمد خان سيرت كليد ته وويل، دا هوايي بريد تېره شپه شوى، چې په ترڅ كې يې د ملي امنيت اړوند د ولسي پاڅون كوونكو نهه تنه وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

نویسنده: mayar
7 کب 1397

د هغه په خبره، تراوسه معلومه نه ده، چې دغه هوايي بريد افغان او كه بهرنيو ځواكونو كړى دى.
وسله والو طالبانو بيا ويلي، چې ياد هوايي بريد د امريكايي ځواكونو له لوري شوى دى.
د يو بل خبر له مخې، د غزني ولايت مقام د رسنيو له دفتره كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي، د دوشنبې په ورځ د قره باغ ولسوالۍ په مربوطاتو كې هوايي بريد درې وسله وال طالبان وژلي دي.
خو طالبان وايي، په دې ولسوالۍ كې د بهرنيو ځواكونو د هوايي بريد له كبله ۱۱ ملكي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA