د غزني ولايتي چارواكي وايي، د دغه ولايت په اندړو ولسوالۍ كې د افغان او بهرنيو ځواكونو د هوايي او ځمكنيو عملياتو په مهال ۱۱ وسله وال طالبان وژل شوي، ۱۰ وسل وال او شكمن كسان نيول شوي دي.
د والي وياند محمد عارف نوري كليد ته وويل، بهرنيو هوايي ځواكونو تېره ورځ ناوخته د اندړو ولسوالۍ په جوى چهار او عاشقوال سيمو كې د عملياتو په وخت ۱۱ طالبان ووژل.
د نوري په خبره، افغان كومانډو ځواكونو تېره شپه شاوخوا ۱۱ بجې د اندړو ولسوالۍ په مكرو سيمه كې عمليات ترسره كړل، چې په ترڅ كې يې ۱۰ وسله وال او شكمن كسان ونيول شول.
وسله والو طالبانو بيا ادعا كړې، چې افغان او امريكايي ځواكونو د غزني په اندړو ولسوالۍ كې عمليات ترسره كړي او شپږ ملكي وګړي يې له ځانونو سره بېولي دي.