په غور كې تېره شپه نامعلومو وسله والو د يوه روغتيايي مركز تجهيزات سوځولي دي.
د دې ولايت د والي وياند عبدالحى خطيبي كليد ته وويل، دا روغتيايي مركز د فېروز كوه ښار شمال لور ته په ۱۴۰ كيلو مټرۍ كې په ديهور كلي كې، چې وسله وال طالبان پرې كنټرول لري، موجود دى.
د هغه په وينا، په پېښه كې ياد روغتيايي مركز ته سلګونه زره افغانۍ مالي زيان اوښتى دى.
د پېښې مسووليت تراوسه چا نه دى منلى.
دا په داسې حال كې ده، چې د غور سيمه ييزې سرچينې هلته د طبي تجهيزاتو او متخصصو كسانو كموالى له اصلي ستونزو بولي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ