په ننګرهار کې نن د پوليو يا ګوزڼ ضد واکسين درې ورځنى كمپاين پيل شو.
والي شاه محمود مياخېل وايي، د دغه كمپاين په ترڅ كې به په ننګرهار كې شاوخوا ۷۵۰ زره له پنځو كلونو كم عمره ماشومان واكسين شي.
هغه د پوليو ضد واکسين د تطبيق په برخه کې د ديني عالمانو او عامو وګړو ونډه مهمه وبلله.
بلخوا د ننګرهار د عامې روغتيا رئيس نجيب الله کامه وال وويل، د پوليو ضد واکسين د کمپاينونو په مهال به په يو شمېر ناامنه سيمو کې ۲۳ زره ماشومان له واکسينه پاتې کېدل، خو په وينا يې، دوى به هڅه وکړي، چې دا شمېر را كم كړي.
د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو پر بنسټ، په ۲۰۱۸م ميلادي کال کې په ټول هېواد کې د پوليو ۲۱ مثبتې پېښې ثبت شوي، چې ډېرى يې په کندهار، ننګرهار او کونړ ولايتونو کې وې.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ