ads

طالبان: ملا برادر بيا نه دی نيول شوی

وسله والو طالبانو د پاكستان له لوري د خپلې ډلې د مخكښ غړي ملا عبدالغني برادر د بياځلي نيول كېدو اوازې رد كړې.

نویسنده: mayar
28 سلواغه 1397
طالبان: ملا برادر بيا نه دی نيول شوی

وسله والو طالبانو د پاكستان له لوري د خپلې ډلې د مخكښ غړي ملا عبدالغني برادر د بياځلي نيول كېدو اوازې رد كړې.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد تېره شپه كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې ويلي، دوى هغه اوازې، چې په دې اړه له تېرو څو ورځو راهيسې د استخباراتي كړيو لخوا خپرېږي، په كلكه ردوي.
په خبرپاڼه كې راغلي، ملا برادر پر خپلو كارونو بوخت دى او هېڅ ډول ستونزه ورته پېښه نه ده.
د يادونې وړ ده، چې ملا برادر په ۲۰۱۰م ميلادي كال كې د پاکستان په کراچۍ ښار کې ونيول او د ۲۰۱۸م كال په اکټوبر مياشت کې له بنده خوشې شو.
نوموړى روانه مياشت په سياسي چارو کې د طالبانو د مشر مرستيال او د دوى د سياسي دفتر د رئيس په توګه وټاکل شو.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA