ads

افغان ورو توپ اچوونکو په ۲۰۱۸ کال کې ۱۴۸ وېکټې اخيستې

د افغانستان د كركټ لوبې درېيو مشهورو ورو توپ اچوونکو راشد خان، محمد نبي او مجيب الرحمن په ۲۰۱۸م ميلادي كال كې د نړيوالو ۲۰ اوريزو او يو ورځنيو لوبو په مهال په ګډه ۱۴۸ وېکټې اخيستې دي.

نویسنده: mayar
21 سلواغه 1397
افغان ورو توپ اچوونکو په ۲۰۱۸ کال کې ۱۴۸ وېکټې اخيستې

د افغانستان د كركټ لوبې درېيو مشهورو ورو توپ اچوونکو راشد خان، محمد نبي او مجيب الرحمن په ۲۰۱۸م ميلادي كال كې د نړيوالو ۲۰ اوريزو او يو ورځنيو لوبو په مهال په ګډه ۱۴۸ وېکټې اخيستې دي.
دا معلومات د افغانستان كركټ بورډ خپاره كړي دي.
سرچينې ويلي، دې درې واړو لوبغاړو تېر ميلادي كال په نړيوالو يو ورځنيو لوبو كې ۱۰۹ او په ۲۰ اوريزو سياليو كې ۳۹ وېکټې ترلاسه كړې دي.
۲۰۱۸م د يادو افغان لوبغاړو لپاره ځلېدونكى كال و.
د يادونې وړ ده، چې راشد خان په ۲۰۱۸م ميلادي كال كې په ۲۰ يو ورځنيو نړيوالو لوبو كې تر ټولو ډېرې ۴۸ وېکټې اخيستې دي.
نوموړى همدارنګه د دې كال هغه لوبغاړى شو، چې په ۶۱، ۲۰ اوريزو لوبو كې يې تر ټولو زياتې ۹۶ وېکټې ترلاسه كړې دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA