ads

په كندوز كې د نامسووله شخصيتونو كسان او وسلې ثبتېږي

د كندوز ولايت مقام په مشرۍ په فوق العاده امنيتي غونډه كې، چې تېره ورځ جوړه شوې وه، په دې ولايت كې د دولت له چوكاټه بهر د نامسووله شخصيتونو د كسانو او وسلو د ثبتولو پرېكړه وشوه.

نویسنده: mayar
13 سلواغه 1397
په كندوز كې د نامسووله شخصيتونو كسان او وسلې ثبتېږي

د كندوز ولايت مقام په مشرۍ په فوق العاده امنيتي غونډه كې، چې تېره ورځ جوړه شوې وه، په دې ولايت كې د دولت له چوكاټه بهر د نامسووله شخصيتونو د كسانو او وسلو د ثبتولو پرېكړه وشوه.
د كندوز د رسنيو دفتر د خبرپاڼې پر بنسټ، دا پرېكړه د ډاډمن امنيت د ټينګښت او د هر ډول جنايي پېښو، غلاوو، تښتونو او ورانکارو فعاليتونو د مخنيوي په هدف وشوه.
په خبرپاڼه كې راغلي، د كندوز امنيه قوماندانۍ او د ملي امنيت رياست ته دنده وسپارل شوه، چې ژر تر ژره دا چاره پيل او ترسره کړي او هم د غيرې نظامي خلکو پر فعاليت او خوځښتونو کنټرول وساتي، ترڅو په دغه كار سره د هر ډول قانون ماتونې او بدو پېښو مخنيوى وشي.
د يادونې وړ ده، چې د هېواد د يو شمېر سيمو اوسېدونكي د نامسووله وسله والو له فعاليتونو سر ټكوي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA