ads

هند: پاکستان دې د افغانستان په بهرني سياست کار نه لري

په افغانستان کې د هند سفیر ویلي، د پاکستان په ګډون هېڅ هېواد حق نه لري چې د افغانستان په چارو کې لاسوهنه وکړي.

نویسنده: mayar
3 سلواغه 1397
هند: پاکستان دې د افغانستان په بهرني سياست کار نه لري

په افغانستان کې د هند سفیر ویلي، د پاکستان په ګډون هېڅ هېواد حق نه لري چې د افغانستان په چارو کې لاسوهنه وکړي.
وینی کمار تېره شپه له رسنیو سره په مرکه کې دغه راز پر پاکستان غږ کړی دی چې د افغانستان په بهرنۍ پالیسي دې کار نه لري، ځکه په دې اړه پرېکړې یوازې د افغانستان کار دی.
کمار زیاته کړې چې د بهرنیو ځواکونو د وتلو په صورت کې دې افغان پوځیان د امنیت ټول مسوولیت واخلي. هغه د افغانانو په رهبرۍ د سولې له پروسې ملاتړ کړی دی او ویلي یې دي چې هند دسولې له هر هغه تړونه ملاتړ کوي چې افغانان پرې لاسلیک کوي.
دا په داسې حال کې ده چې پاکستان تل د افغانستان په کورنیو مسایلو او د دې هېواد په بهرنۍ پالیسۍ کې د لاسوهنې هڅه کړې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA