ads

په ميدان ښار كې د ملي امنيت پر ځانګړې قطعې د پروني بريد تلفات لوړ شول

د ميدان وردګ په مركز ميدان ښار كې د ملي امنيت پر ځانګړې قطعې د پروني بريد د تلفاتو شمېر له ۱۰۰ تنو واوښت.

نویسنده: mayar
2 سلواغه 1397
په ميدان ښار كې د ملي امنيت پر ځانګړې قطعې د پروني بريد تلفات لوړ شول

د ميدان وردګ په مركز ميدان ښار كې د ملي امنيت پر ځانګړې قطعې د پروني بريد د تلفاتو شمېر له ۱۰۰ تنو واوښت.
د معلوماتو له مخې، لومړى موټربم ځانمرګى بريد شوى او وروسته دوه تنه بريد كوونكي قطعې ته ننوتي او مخكې له دې، چې ووژل شي، پر افغان ځواکونو يې ډزې کړې دي.
د ملي دفاع وزارت يوې سرچينې رويټرز خبري اژانس ته ويلي، په پېښه كې د اتو ځانګړو كومانډو سرتېرو په ګډون ۱۲۶ تنه وژل شوي دي.
جمهور رئيس محمد اشرف غني ياد بريد غندلى او په وينا يې، تروريستي ډلې او بهرني ملاتړي يې د دا ډول تروريستي بريدونو په ترسره کولو سره د افغان اتلو او زړورو امنيتي او دفاعي ځواکونو عالي مورال نه شي کمزورى کولى او دوى د تروريستي ډلو د ځپلو جدي اراده لري.
د هېواد جمهور رئيس اړوند مسوولينو ته لارښوونه کړې، چې د پېښې د څرنګوالي د هراړخيزې څېړنې ترڅنګ ټپيانو او د قربانيانو کورنيو ته په وخت رسيدګي وکړي.
د بريد مسووليت وسله والو طالبانو منلى او لسګونو افغان سرتېرو ته يې د مرګ ژوبلې اړولو ادعا كړې ده.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA