ads

په غزني كې د دولت شپږو وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې

د غزني ولايتي چارواكي د دې ولايت په مقر ولسوالۍ كې د دولت د شپږو وسله والو مخالفينو د مرګ ژوبلې خبر وركوي.
د والي وياند محمد عارف نوري نن كليد ته وويل، د يكشنبې په ورځ د مقر ولسوالۍ په لړم سيمه كې د امنيتي ځواكونو د كمين په ترڅ كې نښته رامنځته شوه، چې له كبله يې د دولت څلور وسله وال مخالفين ووژل او دوه تنه نور ژوبل شول.

نویسنده: mayar
24 مرغومی 1397

د هغه په وينا، په جګړه كې امنيتي سرتېرو او ملكي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.
بل پلو وسله وال طالبان ادعا كوي، چې د مقر ولسوالۍ په مدو او بهاء الدين سيمو كې يې پر امنيتي پوستو په بريدونو كې د يوه قوماندان په ګډون درې سيمه ييز پوليس وژلي او يو بل يې ټپي كړى دى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA