ads

په فارياب كې ۱۳ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبلې اوښتې

په فارياب كې د افغان او بهرنيو ځواكونو په هوايي بريدونو كې د يوه قوماندان په ګډون ۱۳ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

نویسنده: mayar
9 مرغومی 1397
په فارياب كې ۱۳ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبلې اوښتې

په فارياب كې د افغان او بهرنيو ځواكونو په هوايي بريدونو كې د يوه قوماندان په ګډون ۱۳ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ۲۰۹ شاهين قول اردو وياند محمد حنيف رضايي كليد ته وويل، افغان ځواكونو تېره ورځ په قيصار ولسوالۍ كې پر طالبانو هوايي بريدونه وكړل، چې په ترڅ كې يې د ملا ظاهر په نوم د يوه قوماندان په ګډون شپږ طالبان ووژل شول او دوه تنه نور ټپيان دي.
د هغه په وينا، په دې هوايي بريدونو كې د طالبانو څلور عرادې نقليه وسايط او يوه اندازه وسلې او مهمات هم له منځه تللي دي.
رضايي زياته كړه، د خواجه سبزپوش ولسوالۍ په مربوطاتو كې د غوڅ ملاتړ ماموريت د ځواكونو هوايي بريد درې بهرني طالبان وژلي او دوه داخلي طالبان يې ژوبل كړي دي.
د نوموړي په خبره، تراوسه معلومه نه ده، چې دغه وژل شوي بهرني وسله وال په كوم هېواد پورې تړاو لري.
وسله والو طالبانو تر دا مهاله په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
د يادونې وړ ده، چې په فارياب كې د ايثار لس عملياتو له پيل راهيسې د دولت وسله والو مخالفينو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې او څو كلي يې له شتونه پاك شوي دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA