د غزني ولايتي چارواكي وايي، په دې ولايت كې د وسله والو طالبانو له لوري د سړك غاړې د ځاى پر ځاى شوي ماين چاودنې څلورو ملكي وګړو ته مرګ ژوبله واړوله.
د غزني د والي وياند محمد عارف نوري كليد ته وويل، دا پېښه تېر ماښام شاوخوا پنځه بجې د ولايت د مركز اړوند په ارزو سيمه كې رامنځته شوه.
د نوري په وينا، د چاودنې له كبله يو ۱۰ كلن هلك او يو ځوان ووژل شول او د يوې كوچنۍ نجلۍ په ګډون دوه تنه نور ټپيان دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې تړاو رسنيو ته څه نه دي ويلي.
په تېره يوه اونۍ كې دا په غزني كې ورته درېيمه خونړۍ پېښه ده، چې په ترڅ كې يې ملكي كسانو ته مرګ ژوبله اوړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ