ads

په فراه كې د سقوط شوي هليكوپټر د قربانيانو جسدونه خپلو كورنيو ته وسپارل شول

له شاوخوا ۴۰ ورځو وروسته په فراه كې د افغان پوځ د سقوط شوي هليكوپټر د وژل شوو سپرليو جسدونه د وسله والو طالبانو له منګولو وژغورل او خپلو كورنيو ته وسپارل شول.

نویسنده: mayar
18 لیندۍ 1397
په فراه كې د سقوط شوي هليكوپټر د قربانيانو جسدونه خپلو كورنيو ته وسپارل شول

له شاوخوا ۴۰ ورځو وروسته په فراه كې د افغان پوځ د سقوط شوي هليكوپټر د وژل شوو سپرليو جسدونه د وسله والو طالبانو له منګولو وژغورل او خپلو كورنيو ته وسپارل شول.
د ۲۰۷ ظفر قول اردو په خبرپاڼه كې راغلي، د ملي اردو ځواكونو د كشفي راپورونو پر بنسټ د فراه په انار درې ولسوالۍ كې د دغو جسدونو د پيدا كولو په هدف ځانګړي عمليات ترسره كړل، چې په ترڅ كې يې هلته د سقوط شوي هليكوپټر د ۱۹ وژل شوو سپرليو جسدونه ترلاسه او هرات ته ولېږدول شول.
سرچينه وايي، په دې عملياتو كې اته طالبان وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.
ياد هليكوپټر د تېرې لړم مياشتې په نهمه نېټه د هوا د خرابوالي له كبله سقوط وكړ، چې په ترڅ كې يې د ۲۰۷ ظفر قول اردو د مرستيال او د فراه د ولايتي شورا د رئيس په ګډون په كې ناست ټول ۲۵ كسان ووژل شول.
وروسته وسله وال طالبان د پېښې د قربانيانو د جسدونو تسليمولو په بدل كې په كندهار كې د دغه ولايت پر پخواني امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق او د ملي امنيت پر رئيس عبدالمومن حسين خېل د بريد كوونكي د جسد وركولو غوښتونكي شول.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA