ads

د جنيوا كنفرانس د افغانستان لپاره له لاسته راوړنو ډك وبلل شو

د ملي يووالي حكومت اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله د جنيوا كنفرانس د افغانستان لپاره له لاسته راوړنو ډك او بريالى وباله.

نویسنده: ISMAT MAYAR
12 لیندۍ 1397
د جنيوا كنفرانس د افغانستان لپاره له لاسته راوړنو ډك وبلل شو

د ملي يووالي حكومت اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله د جنيوا كنفرانس د افغانستان لپاره له لاسته راوړنو ډك او بريالى وباله.
هغه نن د وزيرانو شورا غونډې ته وويل، دا كنفرانس افغانستان ته يو فرصت و.
عبدالله زياته كړه، د كنفرانس په حاشيوي غونډو كې د خصوصي سكټور، كډوالو وضعيت، غذايي مصئونيت او ځينو نورو مهمو موضوعاتو په اړه بحثونه وشول.
د اجرائيه رئيس په وينا، د جنيوا په كنفرانس كې په وخت د افغانستان د جمهوري رياست پر ترسره كېدو او همدارنګه د سولې پر پروسې خبرې وشوې.
عبدالله وايي، د كنفرانس ټولو ګډونوالو د افغانانو په مالكيت او مشرۍ د سولې پروسې ملاتړ وكړ.
د افغانستان په اړه د جنيوا كنفرانس تېره اونۍ په سويس کې د افغان حکومت او ملګرو ملتونو سازمان په مشرۍ ترسره شو، چې په کې د ۶۲ هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو او د ۳۵ مرستندويه بنسټونو استازو ګډون درلود.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA