د هلمند ولايت چارواکي وايي، په دغه ولايت کې په تېرو لسو ورځو کې د ملي امنيت په ځانګړو عملياتو کې د حکومت ۶ وسله وال مخالفين وژل شوي او درې نور نيول شوي دي.
د هلمند والي حيات الله حيات پرون خبري غونډې ته وويل چې په دغه عملياتو کې هغه کسان هم نيول شوي چې وسلې او مهمات يې لېږدول.
حيات زياته کړه، د ملي امنيت د ځانګړو ځواکونو په عملياتو کې دغه راز ګڼ شمېر سپکې او درنې وسلې، لاسي بمونه، ماينونه او ۵ عرادې موټر هم له لسګونو کيلو ګرامه نشهيي توکو سره يو ځای نيول شوي دي.
له بل لوري وسله والو طالبانو تر دې مهاله د هلمند د ځايي چارواکو د دې ادعا په تړاو څه نه دي ويلي.
د هلمند ولايتي چارواکي داسې مهال د دغه نيونو خبر ورکوي چې وسله والو طالبانو دوې اوونې وړاندې په ټول هېواد کې د خندق په نوم عمليات پيل کړل.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ