امريکا د جمعې په ورځ ټينګار وکړ، چې پاکستان بايد په افغانستان کې د جنګېدونکو ترهګرو په ضد او د مذاکراتو مېز ته د طالبانو د راوستلو لپاره فوري اقدام وکړي او په دې برخه کې دې خپل ښه نيت څرګند کړي.
د متحدو ايالتونو د جنوبي اسيا د چارو ډيپلوماټه اليس ويلز، چې اسيايي هېوادونو ته د امريکا د بهرنيو چارو د وزير رېکس ټېلرسن د سفر په مهال له هغه سره ملګرې وه وايي، واشنګټن د اسلام اباد د عملي اقداماتو په تمه دی، ترڅو په راتلونکو اونيو او مياشتو کې د ترهګرو خلاف لاس په کار شي.
د نوموړې په وينا، ټېلرسن د پاکستان پر فوري اقدام او د دغه هېواد پر ښه نيت ټينګار کړی، ترڅو له خپل نفوذه په ګټې اخيستنې داسې شرايط برابر کړي، چې طالبان د خبرو مېز ته راشي.
اليس ويلز همدارنګه خبريالانو ته وويل، پاکستان له ډېرې مودې راهيسې له تروريستي سازمانونو سره اړيکې لري، چې په خبره يې، دغه هېواد ته هم لوی ګواښ دی.
هغې زياته کړه، چې د طالبانو مشران اوس هم له خپلو کورنيو سره په پاکستان کې ژوند کوي. دا همدارنګه وايي، واشنګټن له اسلام اباده غواړي، لکه څنګه چې يې خپل مخالفين په پاکستان کې له ماتې سره مخ کړل، هغه ډلې دې هم وځپي، چې افغانستان او هند ته ګواښ جوړوي.