ناټو لا هم د هغو الوتکو د تګ راتګ په تړاو پټه خوله ده چې په افغانستان کې وسله والې ډلې تجهيز کوي.
د افغانستان لپاره د روسيې د جمهور رييس ځانګړی استازی ضمير کابلوف ويلي، ناټو لا هم د هغو بې نښانه او ناپېژانده الوتکو د پرواز په اړه پټه خوله ده، چې په افغانستان کې ترهګرو ته وسلې لېږدوي، دوی تجهيزوي او په ځينو مواردو کې يې له يوې سيمې بلې ته لېږدوي. د هغه په خبره ناټو ته په کار ده، چې ټولې نړۍ ته په دې اړه معلومات ورکړي او وښيي چې په افغانستان کې ګرځېدونکې ناپېژانده الوتکې د چا دي.
هغه همدا راز ويلي، چې ناټو او امريکا له وسله والو د ملاتړ په تړاو د روسيې پر ضد هېڅ ډول ثبوت نه لري او په وينا يې مسکو هېڅ وخت له وسله والو طالبانو ملاتړ نه دی کړی. کابلوف ويلي، ناټو هم په خپله وروستۍ غونډه کې ويلي، چې پر روسيې د شوې ادعا د ثبوت لپاره هېڅ ډول اسناد نشته دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ