د کاپيسا امنيتي چارواکي وايي، د دې ولايت په مرکز کې يې د غلو يوه شپږ کسيزه ډله نېولې ده، چې په لويو جرمونو کې يې لاس درلود.
د کاپيسا د امنيې قومندانۍ وياند محمد ايوب يوسفزي کليد ته وويل، نيولې شوې ډله غله د کاپيسا اوسېدونکي دي، چې يو شمېر په وژنو هم تورن دي.
د نوموړي په وينا، دوی د موټرو، پيسو او وژنو کارو بار کاوه، چې اوسمهال د کاپيسا د پوليسو له خوا له موټر سايکلو او يو شمېر وسلو سره يو ځای نيول شوي دي.
د يادونې وړ ده، چې له تېرو شپږو مياشتو راهيسې په کاپيسا کې ۳۵۰ تنه د بېلابېلو جرمونو په تور نيول شوي دي.