ads

هرات کې د ملي اردو پر پوستې د وسله والو بريد په شا تمبول شوی

سيمه ييز چارواکي وايي، تېره شپه د هرات د کشک کهنې ولسوالۍ په درزک سيمه کې د ملي اردو پر پوستې د وسله والو طالبانو ډله ييز بريد په شا تمبول شوی دی.

نویسنده: sarwan
3 لړم 1396
هرات کې د ملي اردو پر پوستې د وسله والو بريد په شا تمبول شوی

سيمه ييز چارواکي وايي، تېره شپه د هرات د کشک کهنې ولسوالۍ په درزک سيمه کې د ملي اردو پر پوستې د وسله والو طالبانو ډله ييز بريد په شا تمبول شوی دی.
د ۲۰۷ ظفر ویاند نجیب الله نجیبي کليد ته وويل، چې په دې نښته کې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، خو کره شمېره يې لا تر اوسه نه ده معلومه.
بلخوا يو شمېر امنيتي سرچينو کليد ته وويل، د تېرې شپې په نښته کې چې د ملي اردو او طالبانو ترمنځ شوې دوه افغان امنيتي ځواکونه وژل شوي او ۶ تنه نور ټپيان دي.
دا په داسې حال کې ده، چې دوه شپې وړاندې چشت شريف کې پر وسله والو طالبانو د ملي اردو ځواکونو له لوري په بريدونو کې طالبانو ته درانه مالي او ځاني زيانونه واوښتل.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA