ads

د کاپيسا د اله سای ولسوالۍ د نجونو يو ښوونځی هم ودانۍ نه لري

د کاپيسا د پوهنې رياست چارواکي وايي، د کاپيسا په ناامنه ولسوالۍ اله سای کې د نجونو يو ښوونځی هم ودانۍ نه لري.
د دې ولایت د پوهنې رييس محمد نسيم ساپي کليد ته وويل، يادې ودانۍ د اله سای د مرکز، سکين او اشپې د سيمو ښوونځي دي، چې هېڅ ودانۍ نه لري.

نویسنده: sarwan
3 لړم 1396

د ساپي په خبره، د ښوونځيو د ودانيو نه شتون يې درسي چارې له ستونزو سره مخ کړې دي.
هغه زياته، اله سای کې د دولت وسله وال مخالفين شته، خو له هغې سره سره د خلکو په مرسته د نجونو ښوونځي فعاله دي او زده کوونکي هم لري، خو ښونځي يې ودانۍ نه لري، چې زده کوونکي يې د ګرمۍ او يخنۍ پر مهال له سختو ستونزو سره مخ وي.
د يادونې وړ ده، چې اله سای د کاپيسا يوه نا امنه ولسوالۍ ده، چې د سيمې د اوسېدونکو په وينا ډېر مهال بهرني وسله وال له همدې لارې لغمان او کونړ ته تګ او راتګ کوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA