ads

د چهار اسياب لپاره د طالبانو ولسوال ووژل شو

د لوګر ولايت په څرخ او محمد اغې ولسواليو کې د افغان امنيتي ځواکونو د صفر يو قطعې د ځانګړو عملياتو په ترڅ کې د دولت ۱۶ وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

نویسنده: sarwan
3 لړم 1396
د چهار اسياب لپاره د طالبانو ولسوال ووژل شو

د لوګر ولايت په څرخ او محمد اغې ولسواليو کې د افغان امنيتي ځواکونو د صفر يو قطعې د ځانګړو عملياتو په ترڅ کې د دولت ۱۶ وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د لوګر د والي وياند سليم صالح وايي، چې ۱۰ وسله وال مخالفين د څرخ ولسوالۍ په پتنګ او کلای نو سيمو کې وژل شوي او پنځه تنه نور ټپيان دي.
د صالح په خبره، په وژل شوو وسله والو کې اته تنه يې بهرني اتباع دي.
دی زياتوي، د محمداغې ولسوالۍ په اب پران سيمه کې د افغان ځواکونو په ځانګړو عملياتو کې نور رحمن حسيني، چې د کابل ولايت د چهار اسياب ولسوالۍ لپاره د طالبانو تش په نوم ولسوال و، وژل شوی دی.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې وړ ده، چې په لوګر ولايت کې د افغان ګډو امنيتي ځواکونو لخوا د خيبر په نوم عمليات دوام لري او تراوسه يې لسګونه کلي له وسله والو پاک کړي دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA