يو شمېر کندوزيان دشت ارچي ولسوالۍ کې له غلاوو سر ټکوي او وايي، له تېرو درې کلونو راهیسې د کندوز دشت ارچي ولسوالۍ د لارې په اوږدو کې مسافرین له سختو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي، چې هره ورځ په یاده لار کې غله راوځي او خلک په رڼا ورځ لوټي.
د دشت ارچي ولسوالۍ اوسېدونکي وایي، په یاده لار کې په ځلونو له غلو سره مخ شوي چې په وهلو او ټکولو سره یې ورڅخه هر څه اخیستي او سخته زورونه یې ورکړې ده.
دوی وايي، کندوز ښار ته په راتګ کې ډیرې ستونزې لري او کله نا کله د تخار ولایت له لارې کندوز ته راځي.
ورته وخت کې د کندوز ولایت امنیې قومندان جنرال عبدالحمید حمیدي هم یاده ستونزه مني او زیاتوي، چې د یادې لارې د امنیت د خوندي کولو په موخه به د لارې په اوږدو کې امنیتي پوستې جوړې کړي، چې تر څو د غلو د راوتلو مخه ونیسي او مسافرین وشي کولای په ډاډه زړه تګ او راتګ وکړي.
خو د امنيتي پوستو د جوړولو په اړه بيا کندوزيان وايي، له دې وړاندې هم افغان امنیتي ځواکونو د یادې لارې په اوږدو کې د امنیتي پوستو د جوړولو خبره کړې خو دا دی د درې کلنو په تېرېدو سره ونه توانېدل چې پوستې جوړې کړي.
د یادونې وړ ده، چې د دشت ارچي يوازې بازار له امنيتي ځواکونو سره دی او نوره ټوله سیمه د وسله والو طالبانو په کنټرول کې ده.