ads

مشرانو جرګه: حکومت دې افغانستان د نړيوالو سياليو په ډګر نه بدولي

مشرانو جرګه له حكومت څخه غواړي چې د هېوادونو ترمنځ په بهرني سياست كې بايد انډول په پام كې ونيسي ترڅو افغانستان د نړيوالو هېوادونو د سيالۍ ډګر نه شي.

نویسنده: sarwan
2 لړم 1396
مشرانو جرګه: حکومت دې افغانستان د نړيوالو سياليو په ډګر نه بدولي

مشرانو جرګه له حكومت څخه غواړي چې د هېوادونو ترمنځ په بهرني سياست كې بايد انډول په پام كې ونيسي ترڅو افغانستان د نړيوالو هېوادونو د سيالۍ ډګر نه شي.
دې جرګې د سې شنبې په ورځ په افغانستان کې د يو شمېر سيمه ييزو هېوادونو د لاسوهنو او د دې ترڅنګ په عمان كې د سولې په تړاو د څلور اړخيزې غونډې، د ډيورنډ په فرضي كرښې د پاكستان له خوا د اغزن تار غځولو او داسې نورو مسايلو په اړه د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال خپلې غونډې ته ورغوښتى و.
د مشرانو جرګې غړو وويل، چې په عمان كې د څلور اړخيزې غونډې پايلې معلومې نه شوې او په ورته وخت كې سناتورانو په ويل: ((داسې ويل كېږي، چې افغان حكومت له پاكستان سره د ډيورنډ په فرضي كرښه د څو دروازو د جوړولو هوكړه كړې ده.))
په ورته وخت کې د مشرانو جرګې رييس فضل الهادي مسلميار وايي، له افغان حكومته غواړي، چې په خپلو سياستونو سره نړيوالو هېوادونو ته د مداخلې زمينه برابره نه كړي او افغانستان د نړيوالو سياليو ډګر ونه ګرځوي.
خو د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال حكمت خليل كرزي وړانديز وكړ، كه مشرانو جرګه غواړي، چې د يادو موضوعاتو په اړه ورسره سپينې خبرې وكړي نو غونډې ته دې د تړلو دروازو ترشا له رسنيو پرته دوام وركړي، چې د جرګې غړو هم ورسره ومنله.
خو له غونډې وروسته د مشرانو جرګې غړو له كليد سره په خبرو كې بېلابېل نظرونه درلودل، يو شمېر يې ويل، چې هغه څه نوې خبره نه درلوده او يوازې د عمان په ناسته كې پاكستان بيا ورسره تشې ژمنې كړې دي.
خو ځينې نورو بيا ويل، چې د سولې په اړه يې يو لړ داسې څه درلودل چې بايد له رسنيو سره نه وى شريك شوي.
دا په داسې حال كې ده، چې په دې وروستيو كې په افغانستان كې د روسيې او ايران د لاسوهنو په اړه هم څرګندونې كېږي، چې د داعش پرخلاف له وسله والو طالبانو سره مرستې كوي خو روسيې له دې وړاندې په افغانستان كې د خپلو اتباعو د ساتلو په موخه له طالبانو سره يوازې اړيكې منلې وې.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA