ads

خوست کې د پوهنې ریاست دروازه وتړل شوه

په خوست کې سلګونو ښوونکو د دې ولايت د پوهنې رياست دروازه وتړله.
ياد ښوونکي وايي، ۱۳ کاله کېږي چې حکومت ورسره د کورونو لپاره د نمرو د ورکړې ژمنې کړي، خو تراوسه یې نه دي عملي کړي.

نویسنده: sarwan
2 لړم 1396
خوست کې د پوهنې ریاست دروازه وتړل شوه

په خوست کې سلګونو ښوونکو د دې ولايت د پوهنې رياست دروازه وتړله.
ياد ښوونکي وايي، ۱۳ کاله کېږي چې حکومت ورسره د کورونو لپاره د نمرو د ورکړې ژمنې کړي، خو تراوسه یې نه دي عملي کړي.
دوی وايي، ترهغې به د یاد ریاست دروازې تړلې وي ترڅو چې یې غوښتنې نه وي منل شوي.
یاد ښوونکي چې د خوست د لسو ولسوالیو څخه د لاریون په بڼه د خوست د پوهنې ریاست مخې ته راټول شوي وو، شمېر یې شاو خوا درې سوه تنو ته رسېده.
د ښوونکو په خبره ترهغې به د پوهنې ریاست تړلی وي، ترڅو چې یې غوښتنو ته ځواب نه وي ویل شوی.
په ورته وخت کې د خوست والي حکم خان حبیبي وایي، د ښوونکو د ځمکو د نمرو د وېش مسله یوه اوږده پروسه ده، چې په لنډ وخت کې یې کارونه نه شي ترسره کېدی.
والي زياتوي، دوی په دې برخه کې خپل مسوولیت ادا کړی، دلته یې کارونه خلاص کړي، او یاده مسله یې مرکز کابل ته استولې ده.
دده په خبره، چې اوس د نمرو د وېش مسله په مرکز کابل پورې تړلې ده، خو دوی بیا هم معلمینو ته د نمرو د ورکړې په برخه کې خپلې هڅې نه سپموي.
د يادولو ده، دا لومړی ځل نه دی چې د خوست ښوونکي دوی ته د کورونو لپاره د نمرو د ورکړې په برخه کې کاربنديز کوي، بلکې له دې مخکې هم په وار وار دوی خپل ښوونځي تړلي او شاګردانو ته یې له درس ویلو ډډه کړې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA