ads

جمهور رئيس غني هند ته ورسېد

جمهور رئيس محمد اشرف غني نن سهار د لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ په يو ورځني رسمي سفر د هند پايتخت نوي ډيلي ته ورسېد او په هوايي ډګر کې يې د هند د دفاع وزير او ځينو نورو چارواکو، د افغانستان د سفير او هلته يو شمېر مېشتو افغان ډيپلوماټانو لخوا هرکلی وشو.

نویسنده: sarwan
2 لړم 1396

د ارګ په خبرپاڼه کې راغلي، په پام کې ده د هېواد جمهور رئيس نن د هند جمهور رئيس رام نات کوويند او لومړي وزير نرېندرا مودي سره جلا کتنې ولري او د افغانستان او هند ترمنځ په بېلابېلو برخو کې د اړيکو پر پراختيا او همکارۍ خبرې وکړي.
دغه راز به جمهور رئيس غني نن له غرمې وروسته د نوي ډيلي په “ويويک انندا نړيوال بنسټ” کې وينا وکړي.
د هېواد جمهور رئيس سره په دې سفر کې د بهرنيو چارو سلب صلاحيت شوی وزير صلاح الدين رباني، د ملي امنيت سلاکار محمد حنيف اتمر، د کانونو او پټروليم وزارت سرپرسته نرګس نهان، د جمهوري رياست عالي مقام دفتر عمومي رئيس عبدالسلام رحيمي، د جمهور رئيس سلاکارن اجمل احمدي، فرخنده زهرا نادري او شهرزاد اکبر او د جمهوري رياست عالي مقام دفتر د ستراتېژيکو چارو او رسنيو مرستيال محمد هارون چخانسوري ملتيا کوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA