د ننګرهار کامې ولسوالۍ کې د کرنې سیسټم د اوبو توازن په موخه د دوو سربندونو د جوړېدو چارې پیل شوې، چې پر مټ به یې بزګرانو ته اسانتیاوې برابرې شي.
د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل وايي، چې یاد سربندونه به د کامې ولسوالۍ بزګرو لپاره د جاچان هېواد له لوري د پي ام اس موسسې د ۵۳ میلیونه افغانیو په لګښت په دوه کلونو کې جوړ شي.
نوموړی وایي، د یادو سربندونه په جوړېدو سره به د بزګرو هغه ستونزې حل شي، چې د کال په ګڼو موسمونو کې د اوبو له کمښت سره مخ کېږي.
د PMS جاپانۍ خیریه بنسټ مشر ډاکټر ناکامورا وویل، دوی په دې ولایت کې د اوبو د کمښت ستونزه درک کړې او په همدې موخه کار کوي، ترڅو په دې ولایت کې د اوبو ستونزه په اساسي ډول حل او په ټولو سیمو کې شنې سیمې رامنځته شي.
نوموړي وویل، په افغانستان کې د روانو جګړو له امله خلک ستړي شوي او د دغو ډول چارو په پیلېدو سره به نسبي ډول خوشاله شي.
د جاپان له لوري د کامې د سربندونو د جوړېدو چارې په داسې حال کې پیلېږي، چې د معلوماتو له مخې د یادې ادارې په لګښت په ښېوې، بهسودو او دره نور ولسوالیو کې هم ورته سربندونه جوړ شوي دي.