د هرات د چشت شريف ولسوالۍ چارواکو د سلما بند د امنيتي وضعيت په اړه اندېښنه څرګندوي او وايي، په دې ولسوالۍ کې سلګونه وسله وال طالبان راټول شوي دي.
د يادې ولسوالۍ ولسوال فرهاد خادمي کليد ته وويل، چې له غور او بادغيس ولايتونو څخه لږ تر لږه ۳۰۰ تر ۴۰۰ پورې وسله وال طالبان د چشت شريف ولسوالۍ دره تخت کې راټول شوي او په خبره يې ښايي په سلما بند بريد وکړي.
د خادمي په وينا، د سلما بند د امنيتي وضعيت په اړه چې له ګواښونو سره مخ دی، په اړه يې د هرات د لوړ پوړو امنيتي چارواکو سره خبرې کړې دي.
خو د ۲۰۷ ظفر قول اردو وياند نجيب الله نجيب په چشت شريف کې د وسله والو موجوديت نه مني او نه يې هم ردوي؛ خو ټينګار کوي، چې دوی د وسله والو د هر ډول فعاليت د ځپلو لپاره پوره چمتووالی لري.
د سلما بند په هېواد کې له لويو اقتصادي پروژو څخه ګڼل کېږي، چې له ۳۰۰ ميليونو ډالرو په زياد لګښت د هند له لوري جوړ شوی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې د دې بند له پرانيستلو وروسته ايران په ښکاره وويل، په افغانستان کې د بندنو د جوړولو او په ځانګړې توګه د سلما بند د جوړولو په اړه بې تفاوته نه شي پاتې کېدلی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ