د افغانستان د اولمپيک کمېټه وايي، افغان باډي بېلډر احمد ياسين سالک قادري په منګوليا کې د بدن جوړونې نړيوال جام سياليو کې لومړی مقام خپل کړ.
د اولمپيک کمېټې مطبوعاتي مسوول منور شاه شهزاد کليد ته وويل، افغان باډي بېلډر احمد ياسين سالک قادري تر دې وړاندې د بدن ښکلا په برخه کې د اسيا په کچه لومړی مقام ترلاسه او د سرو زرو مډال ګټلی و، چې نن يې په منګوليا کې د يادې برخې په نړيوالو لوبو کې لومړی مقام خپل کړ.
په يادو لوبو کې له ۴۰ هېوادونو ۴۰۰ لوبغاړو ګډون کړی وو.
د افغانستان اولمپيک کمېټه وايي، يوازې په کابل ښار کې د بدن ښکلا تر سلو ډېر کلپونه فعاليت کوي او په ولايتونو کې تر کرېکټ او فوټبال وروسته محبوبه لوبه ده .
ياسين قادري ۳۵ کلن دی او له څه باندې ۱۴ کلونو راهيسې د بدن د ښکلا برخه کې فعاليت لري.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ