د هرات ولايت د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ رياست چارواکي وايي، چې په دغه ولايت کې د چرګانو فارمونه او د چرګانو توليد ډير شوی او په دې برخه کې پانګونه هم زياته شوې ده.
د دوی په خبره دا مهال د ۲۰۰ په شاوخوا کې د چرګانو فارمونه ددغه ولايت په بېلابېلو برخو کې جوړ شوي دي.
د هرات د کرنې امر بشير احمدي وايي، چې ډېری دغه فارمونه په ورستيو دوو کلونو کې معياري شوي هم دي.
دده په خبره په ياد ولايت کې هره ورځ له ۳۰ نه تر ۴۰ ټنه د چرګانو غوښه بازار ته وړاندې کېږي.
احمدي زياته کړه، هرات ولايت اوس د چرګانو د غوښو په برخه کې خودکفا شوی او دا مهال د يادو فارمونو مالکان خپل محصولات غور او بادغيس ولايتونو ته هم صادروي.
د ده په خبره د چرګانو فارمونو جوړولو په برخه کې فرصتونه شته او له پانګوالو غوښتنه کوي، چي په دې برخه کي پانګونه وکړي.
د يادولو وړ ده، چي د چرکانو غوښې د نورو غوښو په پرتله ارزانه دي.