ads

د بې کورۍ ستونزه به حل شي؟

په داسې حال کې چې د کورونو نشت د ټول هېواد په کچه ستره ستونزه ده، د اراضي ملي اداره وايي، دولت د ۱۵۲ ښارګوټو د جوړولو پلان لري، چې په یو شمېر یې عملاً کارونه پیل شوي دي. د دغي ادارې د معلوماتو له مخې، دا ښارګوټي به پر ۱۰۹زره او ۲۶۲ جریبه ځمکه کې ورغول شي. د دغو معلوماتو پر بنسټ تر دې مهاله د ټول هېواد په کچه ۳۵۵پلاني او غیرپلاني ښارګوټي په ۲۲۶زره او ۵۳۷جرېبه ځمکه کې رغول شوي، چې ډېری یې غصب شوې ځمکې دي.

نویسنده: The Killid Group
7 لیندۍ 1395
د بې کورۍ ستونزه به حل شي؟

په داسې حال کې چې د کورونو نشت د ټول هېواد په کچه ستره ستونزه ده، د اراضي ملي اداره وايي، دولت د ۱۵۲ ښارګوټو د جوړولو پلان لري، چې په یو شمېر یې عملاً کارونه پیل شوي دي. د دغي ادارې د معلوماتو له مخې، دا ښارګوټي به پر ۱۰۹زره او ۲۶۲ جریبه ځمکه کې ورغول شي. د دغو معلوماتو پر بنسټ تر دې مهاله د ټول هېواد په کچه ۳۵۵پلاني او غیرپلاني ښارګوټي په ۲۲۶زره او ۵۳۷جرېبه ځمکه کې رغول شوي، چې ډېری یې غصب شوې ځمکې دي. په هېواد کې د جګړو، ناامنيو او نورو ستونزو له کبله ډېری هېوادوال له کليو ښارونو ته کډه شوي دي. د ښار جوړولو وزیر سیدسعادت منصور نادري وايي، اوسمهال د هېواد په سلو کې ۳۳وګړي په ښارونو کې اوسېږي او ښايي په راتلونکو دوو لسیزو کې دا فیصدي ۵۰ته لوړه شي. د کورونو د نشت تر څنګ بېکاري هم ستره ستونزه ده، هغه څه ته چې د دولت پام وراوښتی او د ښار جوړولو وزير وايي، دوی هڅه کوي، چې خلکو ته د کورونو پر جوړولو سربېره کاري اسانتیاوې هم برابرې کړي: ((موږ نن ورځ د نفوس د چټک ډېروالي تر څنګ، خلکو ته د کار د پيداکولو مسوولیت هم لرو او تر څنګ يې بايد تر وسه هلې ځلې وکړو، چې هېوادوالو ته له بې کورۍ نجات ورکړو، که د الله ج رضا وه، ژر به خپلو هېوادوالو ته ښه زېری ولرو)). نادري زیاتوي، چې د دوی وزارت د هبیتات په درېيمه غونډه کې د کافي تجربو په تر لاسه کولو سره هڅه کوي، چې ښارونه د کارموندنې او اقتصادي ودې په مرکزونو بدل کړي. نوموړي دغه څرګندونې د هبیتات په هغه غونډه کې کړې دي، چې په اکوادور کې جوړه شوې وه. ياده غونډه هر ځل په شلو کلونو کې يو ځل جوړېږي، چې له سلو ډېر هېوادونه په کې برخه اخلي او دوی د ښاري پرمختګ له پاره بحث په کې کوي. بې کوري د ښار جوړولو وزارت د معلوماتو له مخې دا مهال د کابل ښار ۶۰په سلو کې وګړي خپل کورونه نه لري او په کرايي کورونو کې ژوند کوي. دا خبره د کابل اکثره اوسېدونکي هم تاییدوي. د يوه خصوصي شرکت کارکوونکی سيفالله ابراهيمي وايي، له پنځو کلونو را په دې خوا کابل ته راغلی، خو دلته دا پنځه کاله کله په يوه سيمه او کله په بله سيمه کې په کرايي کورونو کې اوسېږي: ((باور وکړه چې ډېرې پيسې مې د کور په کرايه لګېږي، په معاش خو کور نه اخيستل کېږي، حیران يم چې تر څو پورې به په دغه خوارۍ اخته یم)). د پوهنې وزارت کارکوونکی محمدګل سخي زوی هم له ورته ستونزې کړېږي او له دولت څخه هيله لري، چې د خپلو مامورينو غم وخوري او له بې کورۍ څخه يې خلاص کړي: ((باور وکړه چې معاش مو مياشتې ته نه رسېږي، په دوه زره افغانۍ مې د کارتې سخي د غره په څوکه کې کور نيولی، هر مازيګر چې کور ته پورته کېږم، نفس مې خولې ته راځي، بله چاره نه لرم، که لاندې له سړک سره نږدې کور نيسم، په شپږ زره يې هم نه شم پیداکولی او معاش مې هم کفایت نه کوي)). سخي زوی له دولت غواړي، چې مامورينو ته د استوګنې نومرې ورکړي، دوی به هڅه وکړي، چې د خټو یو دوه کوټې په کې جوړې او ځان له کرایې خلاص کړي. ځينې هغه هېوادوال چې له کډوالۍ څخه هېواد ته راستانه شوي، د غره په څوکو کې د دوه زره افغانيو د کور په نيولو هم نه توانېږي. د کابل د پغمان په کوشکک سيمه کې څو کېږدۍ وهل شوې دي او شاوخوا يې ماشومان لوبې کوي. د دغو کېږدیو یوه اوسېدونکي شمس الله وویل، چې څه موده مخکې له پاکستان څخه راغلل، دا چې د مهاجر کارت یې نه درلود؛ نو د UNHCR په ګډون هېچا ورسره مرسته ونه کړه: ((دلته اوس بې سرنوشته پراته یو، په کرايي کور پسې وګرځېدو، کرایې لوړې دي، داسې کوم کور مو پیدا نه کړ، چې ګوزاره مو په کې وشي، يو عادي کور هم چې یوازې دوه کوټې ولري؛ تر ۵زره افغانیو کم نه دی. له بدې ورځې مو کېږدیو ته پناه راوړې ده)). شمس الله وايي، ساړه موسم ته ډېر په اندېښنه کې دي، چې څنګه به کوي. نوموړی وايي، چې هره ورځ د کمپنۍ چوک ته په کار پسې ځي، خو ډېر کله تش لاس بېرته ستنېږي. نوموړی زیاتوي، چې د ده او دوو ځوانو زامنو د هرې ورځې مزدوري يې اېله د ورځې ډوډۍ کېږي. دا کډوال له حکومت څخه هیله کوي، چې په قسط ورته کومه نومره ورکړي، څو دوه درې خونې په کې جوړې کړي. د کوشکک سيمه کې مېشت تميم احمد هم تازه په تازه له پاکستان څخه راغلی دی. نوموړی درې لوڼې او دوه زامن لري. تمیم احمد وايي، چې څو ورځې یې په احمدشاه بابا مېنه کې په یوه کرايي کور کې تېرې کړې دي: ((په ۲زره افغانۍ مې یو کنډواله کور نیولی و، د کور خاوند کرایه راباندې لوړه کړه، درې نيم زره کرايې ته مې وس نه رسېده، مجبور شوم چې په کېږدۍ کې واوسم، خدای (ج) دې زموږ چاره وکړي، په کېږدۍ کې د ژمي تېرول سخت کار دی)). هغه له دولته وغوښتل چې له کډوالو سره مرسته وکړي او د سر پناه غمه یې وخوري، که نه نو سړه هوا به یې وځپي. بنايي او غزنوي ښارګوټي د ۱۵۲ښارګوټو له منځه چې ټاکل شوې د دولت له لوري ورغول شي په دوو ښارګوټو بنايي او غزنوي يې عملاً کارونه پیل شوي دي، دغه ښارګوټي په کابل کې جوړېږي. د بنایي ښارګوټي عملي کار په ۱۳۹۳لمریز کال کې پیل شوی و؛ مګر د تخنیکي ستونزو او مالي سرچینو د کموالي له کبله یې کار تر دوو کلونو پورې په ټپه ودرېد، خو د روان ۱۳۹۵کال د لړم مياشتې په لومړۍ يې کار يو ځل بیا د ښار جوړولو وزیر له لوري په رسمي توګه پيل شو. د ښارجوړولو وزیر سیدمنصور سعادت نادري د دې ښارګوټي د پــرانسـتــې په مراسمو کې وويل، دغه ښارګوټی د څلوېښتو بلاکونو او ۲۲۰۰ اپارتمانونو لرونکی دی: ((پــه ښــارګـوټـــي کې به کلينیک، ښوونځی، مسجد، شین پارک او وړکتون هم شامل وي، ياده پروژه به دوه کاله وروسته ګټې اخستنې ته وسپارل شي)). نادري زياتوي، چې اوس مهال په ساختماني برخه کې د خصوصي سکټور ۱۵په سلو کې پانګه په جریان کې ده. د نادري د معلوماتو له مخې بنايي ښارګوټی په ۹۳جرېبه ځمکه کې جوړېږي او اپارتمانونه به يې خلکو ته په لس کلنو قسطونو ورکړل شي: (( د دې پروژې په تطبیق سره به سلګونه کسانو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه هم برابره شي)). نادري تر دې وړاندې ويلي و، چې د بنايي ښارګوټي کارونه، د حکومت د کمې ونډې، د يوه قوي تضمین د نهموجودیت، د غیر عادلانه بیو او يو لړ نورو مسايلو له کبله له دوو کلونو راهیسې په ټپه درېدلي وو، خو دا ځل د يادې پروژې د پلي کوونکي شرکت رییس سميعالله فهيم ټينګار کوي، چې د پروژې کارونه به له ورکړل شوي پلان سره سم مخته يوسي. د بنايي ښارګوټي تر څنګ د حکيم سنايي غزنوي استوګنيز ښارګوټي د جوړولو کارونه هم بېرته پيل شوي دي، دغه ښارګوټی۴۴بلاکونه او ۱۵۸۰ اپارتمانونه لري. د ښــار جـوړولو د وزیــر په خبره پر دغو دوو ښارګوټو يوولس ملیارده افغانۍ پانګونه کېږي او کارونه بهیې په پوره شفافیت سره پر مخ ځي. افغان حکومت تر دې وړاندې د ۷۰۰ملیونه افغانيو په لګولو د خواجه رواش ښارګوټي چارې بشپړې کړې دي. په همدې حال کې د اقتصادي چارو کارپوه تاج محمداکبر د پروژو پيلېدل د خلکو له پاره ګټور بولي، مګر ټینګار کوي، چې دولت یې باید د کار څارنه وکړي او کيفيت يې وڅاري. د ښارجوړولو وزير هم ډاډ ورکړی، چې هره اونۍ به د ښارګوټو د جوړولو بهير له نږدې ګوري. د ښار جوړولــو وزیـــر نــادري همداراز په تېر وږي مياشت کې په خوشــحــال خـــان سیمه کې هم اپــارتمـانــونــه پــرانيسـتل چـې ۲۱۰۰۰ متره مربع مساحت لري، اته ۱۰ پوړیزه بلاکونه په‎کې ودان او د اپارتمانونو شمېر یې ۳۱۲ ته رسېده. نوموړی وايي، چې په نږدې راتلونکې کې به د چين او قطر په مرسته په هېواد کې له ۱۰زره ډېر اپارتمانونه جوړ کړي. د ښار جوړولو وزیر په داسې حال کې د نويو استوګنځایونو د جوړېدو خبره کوي، چې د افغانستان ډېری خلک په مرکز او ولایتونو کې د بېکورۍ له ستونزې ځورېږي. خلک دا شکایت هم لري چې په قسطونو ورکول کېدونکي اپارتمانونه مستحقو ته نه رسېږي او پیسه دار او واسطه لرونکي یې ترلاسه کوي او په ډېری مواردو کې دا خلک خپل قسطونه هم په وخت نه پرې کوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA