د ترکمنستان جمهور رئيس قربان قلي بردي محمدوف وايي، دوى چمتو دي، چې ځوانو افغان ورزشکارانو ته په دغه هېواد کې د ورزشي تمريناتو زمينه برابره کړي.
نوموړي دا خبره تېر ماښام په عشق اباد كې له جمهور رئيس محمد اشرف غني سره، چې اوس مهال په درې ورځني سفر په تركمنستان كې دى، د ليدنې په مهال وكړه.
محمدوف په دغه کتنه کې په افغانستان کې د ورزش په برخه کې پرمختګونه ياد کړل او د وزرش په ډګر کې يې د افغان ځوانانو علاقمندي، زړورتيا او مېړانه وستايله.
د يادونې وړ ده، چې په وروستيو كلونو كې افغانستان د لوبو په بېلابېلو برخو كې د پام وړ پرمختګ كړى دى.