ads

د سون توکو بیې بیا وختې

یو ځل بیا د ژمي په رانږدېکېدو سره د سون توکو بیې لوړې او خلک یې اندېښمن کړي دي. دغه ستونزه هر کال په ژمي او د ژمي په درشل کې د خلکو مرۍ مروړي، خو تر دې مهاله ورته اساسي حللاره نه ده موندل شوې. همدا اوس اوس یو کیلو ګاز له ۶۵ تر ۷۵ افغانیو پلورل کېږي، خو تېره میاشت یو کیلو ګاز له ۳۵تر ۴۵ افغانیو پلورل کېدل. یو لېتر پټرول اوس په ۴۵ افغانۍ دي، خو تېره میاشت په ۳۵ افغانۍ و، یو خروار لرګي دمګړۍ په ۷زره افغانۍ دي، خو تېره میاشت په ۶۲۰۰ افغانۍ پلورل کېدل. د تېلو، ګازو او لرګیو د بیو لوړېدو نه یوازې عام افغانان اغېزمن کړي، بلکې د خلکو کاروبارونه یې هم ټکني کړي دي.

نویسنده: The Killid Group
15 لړم 1395
د سون توکو بیې بیا وختې

یو ځل بیا د ژمي په رانږدېکېدو سره د سون توکو بیې لوړې او خلک یې اندېښمن کړي دي. دغه ستونزه هر کال په ژمي او د ژمي په درشل کې د خلکو مرۍ مروړي، خو تر دې مهاله ورته اساسي حللاره نه ده موندل شوې. همدا اوس اوس یو کیلو ګاز له ۶۵ تر ۷۵ افغانیو پلورل کېږي، خو تېره میاشت یو کیلو ګاز له ۳۵تر ۴۵ افغانیو پلورل کېدل. یو لېتر پټرول اوس په ۴۵ افغانۍ دي، خو تېره میاشت په ۳۵ افغانۍ و، یو خروار لرګي دمګړۍ په ۷زره افغانۍ دي، خو تېره میاشت په ۶۲۰۰ افغانۍ پلورل کېدل. د تېلو، ګازو او لرګیو د بیو لوړېدو نه یوازې عام افغانان اغېزمن کړي، بلکې د خلکو کاروبارونه یې هم ټکني کړي دي.
د کابل ښار په کمپنۍ بازار کې یو هوټل چلوونکی محمدصابر همدا شکایت لري. نوموړي کلید ته وويل، د هوټل ډېری پخلی یې په ګازو دی، اوس چې د ګازو بيې لوړې شوې دوی هم اړ دي، چې د خپلو خوراکونو بيې لوړې کړي: ((بله چاره نه لرو)).
د نورو سون توکو په پرتله د ګازو بیه ډېره لوړه شوې، د هېواد ډېری وګړي په کورونو، هټیو او کارځایونو کې د پخلي له پاره له ګازو کار اخلي، ځکه په منقل باندې پخلی د برق بل زیاتوي.
عبدالمتین د سړک پر غاړه د یوې کراچۍ پر سر چپس او سمبوسې پخوي، تر کراچۍ لاندې یې د ګازو لويه ډبه اېښې ده، نوموړي کلید ته وویل، تر ټولو ډېر لګښت یې د ګازو په پېرلو کېږي: ((که ګاز هر څومره لوړ شي، موږ د چپسو او سمبوسو بیه نه شو جګولای، ځکه خلک یې بیا نه اخلي، مشخصې بیې لري، زیان یې ټول موږ ته راځي، په داسې وختونو کې کور ته څه نه شو وړلای)).
محمدشاه په کابل ښار کې د خیاطۍ دوکان لري. که څه هم د نوموړي د ګنډلو ماشينونه په برېښنا چلېږي او د جامو د اوتو کولو له پاره هم له برېښنا کار اخلي، خو هغه وايي، چې په ژمي کې برېښنا کمېږي او د دوی ډېر کار ګازو ته اوړي: (( د ګازو ګراني مو له ستونزو سره مخ کوي، له يوې خوا کافي ګټه نه راته پاتې کېږي او له بلې خوا مو مشتریان ناراضه کېږي)).
د کابل په ميرويس ميدان کې د ګازو یو تن پلورونکی محمداغا للندري وايي، ډېری مهال ژمي ته په نږدې ورځو کې ګاز لوړېږي: ((زموږ په کیلو کې یوه یا دوه افغانۍ ګټه وي، چې بیې لوړې شې خلک ډېر ګاز نه اخلي، یا له نورو سون توکو استفاده کوي، په دې سره زموږ کار هم پرچاو وي)).
حفیظ الله په کارتې سې کې د سړک پر غاړه د لمر ضد ارزانبیه عینکې پلوري، له سهار تر ماښامه اېله ۳۰۰افغانۍ ګټي: ((پخوا به مې په دې پيسو يو څه چاره کېده، خو اوس چې د ګازو بیې لوړې شوې حیران یم، چې په دې پیسو ګاز واخلم که خپلې نورې اړتیاوې پوره کړم)).

خالي ټانکۍ
د نورو سون توکو تر څنګ د تېلو بيې هم یو څه لوړې شوې دي. د تېرې میاشتې په پرتله د پټرولو او ډیزلو د هر لېتر په بیه کې له ۵ تر ۹ افغانیو توپیر راغلی دی. دې ستونزې ټکسي چلوونکي، د شخصي موټرونو لرونکي او نور کاروباریان اندېښمن کړي.
د کابل ښار یوه ټکسي چلوونکی علي رضا کلید ته وویل، یو څه موده د تېلو نرخونه راغورځېدلي وو، اوس بېرته په ختو دي: ((زموږ ژوند او ګټه وټه په تېلو پورې تړلې ده، که د تېلو بيې ښکته وي، موږ له سهار تر ماښامه یو څه ګټلی شو، خو که د تیلو بیې لوړې شي، زیان يې موږ ته رسېږي، ځکه د ټکسي کرایه معلومه ده او څوک له معلومې کرایې ډېره نه ورکوي او موږ اړ يو چې همدا ټاکلې کرایه واخلو)).
د تېلو ټانک یو کارکوونکی امین الله وايي، د بیو د لوړوالي په وخت د دوی کاروبار او ګټه هم اغېزمنه کېږي او هغسې تېل نه پلورل کېږي لکه په نورو وختونو کې، ځکه د بیو د لوړوالي پر وخت خلک خپل موټرونه کم ګرځوي: ((زموږ تنخوا هم د تېلو په پلور پورې تړلې ده، چې تېل لږ خرڅ شي، زموږ په معاش کې هم کموالی راځي)).

د بخاریو سخت چلول
د ګازو او تېلو تر څنګ د لرګيو بيې هم یو څه لوړې شوې دي. په کابل او ډېری نورو ولایتونو کې چې سوړ ژمی لري، ښايي له بخارۍ پرته ژوند تېرول ناممکن وي؛ نو ټول خلک اړ دي، چې په ژمي کې بخارۍ ولري. زیاتره بخارۍ د لرګیو دي، یو شمېر تېلي او ګازي هم شته.
د کابل اوسېدونکی محمديونس وايي، چې سږکال يې له همدا اوسه د لرګيو اخستو ته سترګې سپينې دي او نه پوهېږي، چې خپلې ۱۰کسيزې کورنۍ ته څنګه د دوو بخاریو لرګي برابر کړي: (( د ګازو، تېلو او نورو موادو بيې که لوړې شي، موږ به ووايو، چې له بهره راځي، خو د لرګيو بيې ولې لوړې شي، دا خو زموږ له خپلو ځنګلونو راځي، له دې ښکاري، چې اصلاً دلته نه په دولت او نه هم په سوداګرو کې زړه سوی شته، د سړې هوا له څپو سره سم، په هر خروار لرګيو کې شاوخوا ۱۰۰۰ افغانۍ فرق راغلی، دا پیسې موږ غریبانو ته زیاتې دي)). محمد يونس زیاتوي، اصلاً پوښتنه نشته هرڅوک چې په هره بیه خپل توکي پلوري پوښتنه ترې نه کېږي، دولت هېڅ ډول کنټرول نه لري: (( شهرناپرسان دی)).
د کابل پنځمې ناحیې په اړوند خوشحالخان سيمه کې صادقخان د سون لرګیو ټال لري. نوموړي کلید ته وویل، هر کال په ژمي او د ژمي په درشل کې د سون لرګیو بيې لوړېږي: ((ښه وچ لرګي خروار په ۷زره افغانۍ دي، چې هوا لږه نوره هم سړه شي، بيا يې څوک په ۷نيم زره هم نه شي اخيستی، دې لرګیو ته سپېرکۍ وايي، پوټکي لرونکي بلوط لرګي اوس په ۶۴۰۰ افغانۍ دي، دا هم د هوا له لږ څه نورې سړېدو سره ۷زرو ته پورته کېږي، همدا اوس د لرګیو بيې له ۵۰۰ تر ۱۰۰۰ افغانیو لوړې شوې دي)).
له صادق خان څخه مو د ژمي او د ژمي په درشل کې د لرګيو د بيو د لوړېدو علت وپوښت. نوموړي وویل، په ژمي کې موټرونه ډېره کرایه اخلي او کارګران هم اسانه نه موندل کېږي، ځکه دا کاروبار زیاتېږي او ټول خلک لرګي اخلي. یو سپین ږيری، چې د صادقخان ټال ته د لرګیو په پېرلو پسې راغلی و کلید ته وویل، دوه نیم خرواره لرګي اخلم او ورباندې ګوزاره کوو: ((په ژمي کې له سړو سره زور نه وهل کېږي، په وړو لمسيانو مې وېرېږم چې ساړه يې ناروغه نه کړي، په دې ګرانۍ کې د لرګيو اخيستل سخت دي: ((حکومت کنټرول نه لري)).
ښوونکې رابعه د چهارراهي قمبر په سیمه کې اوسېږي، هغه کونډه ده او پنځه ماشومان لري. نوموړې وویل، چې په معاش یې د کورنۍ لومړنۍ اړتیاوې هم نه پوره کېږي، لرګي خو پر ځای پرېږده، هغه وايي: ((بس هره ستونزه په همدې بې وزله ملت ده، چارواکي د تېلو، ګازو او لرګيو د بيو په فکر کې نه دي، دوی خو لرګي او ګاز نه مصرفوي، د دوی کورونه مرکزګرمي او د تودوخې نور پرمختللي وسایل لري، زه حیرانه يم، چې د معلمۍ په معاش مې اولادونو ته لرګي برابر کړم او که يې نور لګښتونه پرې پوره کړم)).
د اقتصادي چارو پوهان، د حکومتي چارواکو او سکټوري ادارو بېغوري، د سون توکو په کاروبار د مافیا تسلط او د لرګیو او نورو توکو قاچاق او احتکار په هېواد کې د سون توکو د بیو د لوړېدو علتونه ګڼي.
سعدالله حيات پوپلزی وايي، دا چاره چې د هوا له بدلون سره دې د سون توکو بیې بدلون وکړي په نوره نړۍ کې نشته. يوازې په افغانستان کې هر کال د هوا له سړېدو سره سم د سون توکو بيې لوړېږي او خلک له ستونزو سره مخ کوي: ((په نوره نړۍ کې د سون او نورو هر ډول مصرفي توکو بيې ثابتې دي، هلته د هوا په سړېدو او تودېدو سره توپير نه کوي، بس دا بې پرسانه ملک افغانستان دی چې هېڅ شی په کې نه کنټرولېږي)).
پوپلزی زیاتوي، د خلکو عايد کم دی، ۷۰په سلو کې افغانان له بې وزلۍ سره مخ دي او د سهار او بېګا ډوډۍ نه شي موندلای؛ نو په داسې حالاتو کې په ملت زړه سوی په کار دی: ((دولت بايد په خلکو زړه سوی وکړي، زموږ تر نيمايي ډېر ملت د هرې ورځې ډوډۍ په هماغه ورځ پیدا کوي، په دې معنا، چې که يوه ورځ کار ونه کړي وږی پاتې کېږي؛ نو په داسې يوه ملت د بیو لوړول له ظلم پرته بل څه نه دي)).
د اقتصادي چارو بل کارپوه فضلالرحمن عمرخېل بیا وايي، چې د کونړ او پکتيا اکثریت ځنګلونه زورواکو قاچاق کړل، لرګي د کمېدو په حال کې دي؛ نو له همدې کبله يې بیه کال په کال لوړېږي: ((د جګړو او ناامنيو له کبله له څو کلونو راهيسې د هېواد ځنګلونه وهل کېږي او ګاونډيو هېوادونو ته قاچاق کېږي، له همدې کبله ده، چې لرګي د کمېدو او بیه يې د لوړېدو په حال کې ده، دولت مکلف دی، چې د لرګيو بديل ګاز او تېل کنټرول کړي، څو هېوادوال له اقتصادي ستونزو سره مخ نه کړي)).
له بل لوري د مشرانو جرګې غړي نثار حارث کلید ته وویل، د تېلو، ګازو او نورو سون توکو د بیو په لوړولو کې د حکومت دننه مافیا او له حکومت بهر مافیا لاس یو کړی، خو د حارث په خبره زیان یې ټولو عامو او بې وزله خلکو ته رسېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې د نفتي توکو او اوبلن ګازو رییس ولید تمیم له تېرې یوې میاشتې راهیسې څو ځله له خلکو سره ژمنه وکړه، چې د نفتي توکو او ګازو بيې به راټيتې شي، خو تر اوسه دا ژمنه نه ده عملي شوې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA