ads

د سينما ښځينه کارکوونکې او ننګونې

((د كابل نندارې په ویجاړه ودانۍ کې ژوند كول مې په امريکا کې تر اوسېدو غوره وګڼل او خپل كور او موټر مې د دې له پاره هلته وپلورل چې په خپل هېواد كې يو ځل بيا افغاني تياتر په پښو ودروم، خو چارواكي مې تر شا ونه درېدل او زما ملاتړ ېې ونه كړ)).

نویسنده: The Killid Group
8 لړم 1395
د سينما ښځينه کارکوونکې او ننګونې

((د كابل نندارې په ویجاړه ودانۍ کې ژوند كول مې په امريکا کې تر اوسېدو غوره وګڼل او خپل كور او موټر مې د دې له پاره هلته وپلورل چې په خپل هېواد كې يو ځل بيا افغاني تياتر په پښو ودروم، خو چارواكي مې تر شا ونه درېدل او زما ملاتړ ېې ونه كړ)).
دا د افغاني تیاتر د مشهورې ممثلې ګلمکۍ شاه خبرې دي. نوموړې د ظاهرشاه د حكومت په وروستيو كلونو كې له (آرت ډراماتيك) كورس فارغه شوې او د هېواد په بېلا بېلو ولایتونو او ګڼو بهرنیو هېوادونو کې یې د تیاتر نندارې خلکو ته وړاندې کړې دي.
نوموړې وايي، د حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال چې کابل ته راستنه شوه، د كابل نندارې ستېج یې په خپلو شخصي پيسو جوړ كړ: ((له شخصي اړيکو په استفاده مې په بهرنیو هېوادونو کې له یو شمېر کسانو پیسې وغوښتې، د تياتر نندارې مو په لاره واچولې او بېرته د کابل نندارې ویجاړ بالکونونه له نندارچیانو ډک شول)).
نوموړې زیاتوي، له څلورو كلونو هلو ځلو وروسته وتوانېده، چې له ماليې وزارته د كابل نندارې د بيا رغولو له پاره درې نيم مليونه افغانۍ ځانګړې كړي، خو له دوه درېیو كلونو وروسته دا پيسې وركې شوې او د تياتر ودانۍ تر ننه پورې همداسې ویجاړه پاتې ده.

د افغان سينما لومړنۍ ورځې
كه څه هم په افغانستان کې د سینما د فعالیتونو د پیل په تړاو كره معلومات په لاس کې نشته، خو له ۱۹۲۸ کال وروسته د امیر حبيب الله خان او امير امان الله خان د واکمنۍ کلونو کې د سينما لومړۍ هڅې ولیدل شوې، په ۱۹۴۹كال لومړنی افغاني فلم چې عشق او دوستي نومېږي، په هندوستان كې جوړ شو.
افغاني سينما د خپل کار په لومړۍ دوره کې يوازې د دولت د كارونو او فعاليتونو په تړاو مستند فلمونه جوړول؛ خو د كلونو په تېرېدو یې د کار له پاره فضا پرانیستل شوه، تر دې چې په ۱۹۶۸ميلادي كال كې د ذبیح الله فروتن په نوم د انجنیر لطیف احمدي په مشرۍ لومړنی سينمايي سازمان رامنځته شو، چې وروسته یې نوم افغان فلم ته بدل شو.
د ۲۰۰۱ كال په وروستيو كې د طالبانو له سقوطه وروسته افغان سينما نوي پړاو ته ور دننه شوه. په لنډ وخت كې د نارينه وو تر څنګ يو شمېر ښځو هم د سينما په برخه كې فعاليتونه پيل كړل، خو ډېر پرمختګ یې ونه کړ.
که څه هم د بن له کنفرانسه وروسته په سیاسي او ټولنيزو برخو کې ښځو په لنډ وخت کې لوی مزلونه ووهل، خو د سینما اړخ ترې استثنا و، علتونه یې هم دوديز محدودیتونه او امنیتي ستونزې بلل شوې دي.

دوديزې او ټولنيزې ستونزې
د افغاني سنیما د ودې او په هغه کې د ښځو د فعالیت په تړاو یوه ستونزه هم دوديز او ټولنيز محدودیتونه دي.
افغان ممثله حسيبا ابراهيمي له همدې ستونزې سر ټکوي. نوموړې له ۱۳۸۶ كال راهيسې په تياتر او له ۱۳۹۱ كال راوروسته په سينما کې فعالیت لري او هغې خپل کارونه د ((چند متر مكعب عشق)) په نوم جوړولو پیل کړل.
نوموړې په ایران کې د تیاتر او سینما په برخه کې زده کړې کړې دي او هلته یې د ((تر ټولو ښې اداکارې ښځې)) جایزه هم ترلاسه کړې ده: ((باور مې نه راته چې زه به هم د ايراني اداکارو ښځو په كتار كې ودرېږم او جايزه به تر لاسه كړم)).
نوموړې ګيله لري، چې افغاني ټولنه يوه دوديزه ټولنه ده او په سينما كې د ښځو له كاركولو څخه ناسم تعبير وجود لري، دلته څوک په اسانۍ نه شي منلی چې يوه ښځه دې په سينما كې كار وكړي: ((زه به خپل كار ته دوام وركړم څو خپلو خلكو ته وښیم، چې په سينما کې د ښځو کار کول کوم ناوړه کار نه دی)).
د افغاني سينما بله اداکاره لينا علم هم له دې ګیله منه ده، چې افغاني سينما کې د دوديزو او ټولنيزو ستونزو له کبله د ښځو شمېر کم دی.
نوموړې وايي، د سينما ۹۰ سلنه کارکوونکي نارينه او يوازې ۱۰ سلنه يې ښځې جوړوي، چې له ډېرو محدودو امكاناتو سره په كار بوختې دي.
۳۱ كلنه دنيا سالقي د افغان سينما بله ممثله ده، چې دوديزو محدودیتونو او د خلکو له لوري هغې ته په بده سترګه کتلو تر پوزې راوستې. سالقي وايي، د نارينه وو تر څنك ښځې هم د نوموړې په اړه ښه نظر نه لري.
هغه زیاتوي، كه څه هم د سينما له هنر سره يې ډېره مينه او علاقه شته او غواړي د ژوند تر پايه له دې هنر سره پاتې شي، خو ټينګار لري، هغه جرئت چې تر دې وړاندې یې په دې برخه کې درلود اوس نه دی پاتې: ((کورنۍ مې مخالفت راسره نه لري او هغوی مې لا خپل کار ته هڅوي)).
كورنۍ ستونزې او مخالفتونه
په تیاتر او سينما کې د ښځو د کار په وړاندې یوه بله ستونزه هم د کورنیو مخالفت دی.
د افغان سینما اداکاره رويا سادات له همدې ستونزې سر ټکوي، نوموړې وايي: ((ښځې او نارينه دواړه له ستونزو سره مخ دي، خو په ځانګړي ډول د سينما ښځينه کارکوونکې د كورنۍ او ټولنې له لوري له خنډونو، مخالفتونو او ستونزو سره مخ دي)).
سادات زیاتوي، ډېری وخت هغه ښځې او نجونې چې د نوموړې په فلمونو او سريالونو كې رول لوبوي، خپلې ستونزې ورسره شريكوي او ګیله کوي، چې د خپلوانو له خوا ګواښل كېږي او نور نه غواړي؛ سينما كې كار وكړي: ((د همدې ستونزو له کبله ډېری وخت د خپلو سينمايي کارونو په لړ کې د ښځې کرکټرې په ټاکلو کې له ستونزو سره مخ یم)).
نوموړې وړاندې وايي، د سينما او تياتر ښځينه اداکارانې د فردي، فزيكي او اقتصادي امنيت له پلوه په ښه وضعيت كې نه دي، نو ځکه یې شمېر ورځ تر بلې کمېږي او د كابل پوهنتون د هنرونو په پوهنځي كې هم د دوو تېرو كلونو په نسبت د محصلينو شمېر كم شوی: ((خو د خوښۍ یوه خبره شته هغه دا، چې د صحنې تر شا د فلم جوړونكو ښځو شمېر هره ورځ زياتېږي او دا راتلونکې ته یوه هیله پیدا کوي)).
رويا سادات وايي، د فلم جوړولو له پاره مادي او معنوي بوديجې ته اړتيا ده: (( په خواشينۍ سره د هغو کلونو راپه دې خوا چې زه سینما کې کار کوم، د دولت او سينماګرانو ټولنې له لوري مې هېڅ ډول ملاتړ نه دی ليدلی، هغه ناڅيزه همكاري، چې د افغان فلم رياست له خوا له سينمايي بنسټونو سره کېږي، د فلم جوړولو له پاره په نشت حساب ده)).
نوموړې زیاتوي، په نورو هېوادونو كې چارواكي تر ډېره هڅه كوي خپله سينما تقویه کړي، څو د بهرنيو سريالونو او فلمونو مخه ونيسي، خو په افغانستان کې چارواکي اصلا دا فکر نه لري، چې د ټلويزيونونو له لارې څه خپرېږي او په كورنيو باندې څه اغېز لري: ((په نورو هېوادونو كې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لوري سینما ته ځانګړې بوديجه ورکول کېږي)).
كه څه هم رويا سادات د خپل كار په اوږدو كې د خلكو له ناوړه چلند سره نه ده مخ شوې، خو داسې پېښې یې ډېرې لیدلې، چې د فلم شوټـنګ نيمګړی پاتې شوی او ښځينه اداکاره د كورني ګواښ له كبله نوره شوټنگ ته نه ده حاضره شوې: ((مژګان جويا زما د يوه فلم مركزي كركټره وه، ډېر ښه استعداد يې درلود، خو د فلم د شوټنګ له پيل څو ورځې وروسته د كورنۍ له لوري له مخالفتونو سره مخ شوه، ان تر دې چې مېړه يې غوښتل هغې ته طلاق وركړي)).

له سينما او تياتر نه ملاتړ
په افغانستان کې د سينما او تیاتر په وړاندې بله ستره ستونزه له دغه برخې د دولت او نړیوالو بنسټونو نه ملاتړ دی.
د سينماګرانو ټولنې مشر جوانشېر حيدري وايي، د دولت له خوا د سينماګرانو ټولنې هېڅ ډول ملاتړ نه كېږي او خپله ټولنه هم د پخوا په څېر توليد نه لري، چې عایدات ولري او په هغه نور فعالیتونه مخکې یوسي: ((سينما پیسې غواړي او سينمايي فعالیتونه له پیسو پرته پرمخ نه ځي، خو موږ پيسې نه لرو او له بل لوري سينما ته د تللو او هلته د فلم لیدلو فرهنګ زموږ په هېواد كې د وخت په تېرېدو سره كمرنګه شوی دی)).
نوموړی په افغان سينما کې د ښځو د ونډې په تړاو وايي، كه څه هم يو شمېر ښځينه ممثلينو د بېلا بېلو ګواښونو له کبله كار پرېښی، خو يو شمېر نورې بيا په كار بوختې دي، اما د نوموړي په باور اوسنۍ سينما پخوانۍ ښكلاوې نه لري: ((د سينما ممثلينو كوم انسټيټيوت نه دی لوستی، يوازې په خپل استعداد سينما ته راغلي دي او خلكو هم دې هنر ته هڅولي دي)).
نوموړی وايي، یو وخت افغانستان د تیاتر او دوراني سټېج په برخه کې د ګاونډيو هېوادونو په کچه لوړ مقام درلود، خو اوس هغسې څه نه دی پاتې.
د سينماګرانو ټولنې مشر وايي، په ټوليز ډول ۶۰۰ تنه د دغه ټولنې غړیتوب لري، چې ډېری یې ښځې دي: ((د هېواد په ۶ ولايتونو كې دفترونه لرو او له هېواد بهر په هالنډ، لندن، كاناډا او اسټرالیا کې هم نمایندګۍ لرو)).

اندېښنې
د افغان سينما ډېری کارکوونکي وايي، دم ګړۍ دغه سينما په ښه حالت کې نه ده او له ګڼو ستونزو سره مخ ده.
د افغاني فلمونو فلم جوړونکی انجنير لطيف احمدي، چې له ۴۰ كلونو راهيسې فلمونه جوړوي د سينما اوسني وضعيت ته اندېښمن دی او وايي، نن ورځ په سينما كې ښځينه لوبغاړې ډېرې كمې دي، له همدې کبله د فلمونو جوړوونکي د خپلو فلمونو له پاره د خوښې وړ ښځينه کرکټرونه نه شي ټاکلی.
نوموړی زیاتوي، ښځينه اداکارانې له یوه لوري له امنيتي ګواښونو او له بل لوري له كورنيو ستونزو سره مخ دي، خو د اقتصادي ستونزو له کبله اړې دي چې په فلمونو كې كار وكړي.
نوموړی ټینګار لري، چې تېر وخت داسې نه و او خلکو به د سينما د ښځينه کارکوونکو ډېر درناوی کاوه: (( هغه وخت به کورنیو هم د سينما په اداکارانو ویاړ کاوه)).
احمدي وايي، په افغانستان کې معیاري کار نشته او ډېر لږ ممثلين او اداکاران په اکاډميکه توګه خپل کارونه مخکې وړي.
نوموړی زیاتوي، که څه هم حتمي نه ده، چې د سينمايي کارونو له پاره دې انسټیټیوت ولوستل شي، خو اداکار باید ښه استعداد او ښه څېره ولري.
نوموړی د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت هم په بې تفاوتۍ تورنوي او وايي، هلته داسې څوك نشته، چې په فرهنګ پوه شي: ((چارواكو د سينما هنر هېر کړی او دې كار موږ راتلونكي ته ناهيلې كړي يو. ((په دوو كلونو كې چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته نوی وزير ټاكل شوی، د فرهنګ په برخه كې هېڅ مثبت کار نه دی شوی)).
د هغه په خبره، په هغو نړيوالو مرستو كې چې پخواني جمهور ريیس كرزي تر لاسه كړې او اوس يې اشرف غني تر لاسه كوي، د سينما برخې ته هېڅ پاملرنه نه ده شوې.
له بل لوري د افغان فلم مشر محمد ابراهيم عارفي هم وايي، دولت تر ننه پورې د سينما هنر د ودې له پاره كومه بوديجه نه ده منظوره كړې او په بېلا بېلو پلمو يې ردوي.
نوموړی وايي، نن ورځ چې يو سينماګر فلم جوړوي، دولت له هغه څخه هېڅ ملاتړ نه كوي، بلكې د هر نمايش په بدل كې ترې پيسې هم غواړي.
خو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست وزير كمال سادات دا خبرې ردوي او وايي، دا وزارت د سينما له پاره ځانګړي پروګرامونه لري: ((د فلمي ستورو او ممثلينو دا ګيله چې د هغوی د فلمونو د ښودلو له پاره ځانګړی ځای نشته تر يوه بريده منو، پخوا سينماګانې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوندې وې، خو په وروستيو كلونو كې كابل ښاروالۍ پورې اړوندې شوې دي، اوس جدي هڅې روانې دي، چې بېرته د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت پورې اړوندې شي او له فلم جوړوونکو سره د فلم د پرانیستې په مراسمو او نورو برخو کې همکاري وکړو)).
نوموړی وايي، هغه فلم، ډرامه او تمثيل چې د وطن په ګټه وي او خلكو ته ښه فكر ورکوي، دوی يې ملاتړ ته چمتو دي: ((تر ډېره د فلمي اتحاديو، كمپنيو، ستورو او اداکارانو تر منځ همغږي نشته او په يوه لار سره نه درومي)).
دا چې د ملي یووالي حكومت چارواكو د خپل كار له پيل څخه د سينما برخې ته كومه ځانګړې پاملرنه كړې که نه؟
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست وزير یې په تړاو وايي: ((زه څو ځلې د افغان فلم رياست ته تللی يم او هلته مې له ممثلينو او فلم جوړوونکو غوښتي چې خپلې ستونزې راسره شريکې کړي، څو یې په حل کې کوټلي ګامونه واخلو)).
سادات زیاتوي، ډېری افغان فلم جوړونکي د خپل فلم له پاره داسې کیسه نه ټاکي، چې د بهرنيو فلمونو او سريالونو ځای ونيسي او خلک افغان فلمونو ته تر بهرنیو ترجېح ورکړي.
یوازې په کابل کې د افغان سينما وضعیت له ستونزو سره نه دی مخ، بلکې په نورو ولایتونو کې هم همدا حال دی.
د هرات ولایت د تیاتر عمومي مدير فريدون فكوري وايي، د تېرو کلونو په پرتله په دغه ولایت کې د سينما او تیاتر له پاره هېڅ ډول اسانتیاوې وجود نه لري: ((په شپېتمه لسيزه کې مو د سينما او تیاتر په برخه کې ګڼې لاسته راوړنې لرلې، خو اوس د تياتر لوبغاړي د تمرين كولو ځای هم نه لري)).
دم ګړۍ په هرات کې له ۲۰ زیاتې ښځې د تیاتر او سينما په برخه کې فعالیت لري، له ټولنيزو محدوديتونو یو څه په امن شوې، خو اقتصادي ستونزې لري او ډېری کارونه یې وړیا یا افتخاري دي.
محبوبه برات په هرات کې سينمايي فعالیتونه لري. نوموړې وايي، افغاني ټولنه ان د سينما له نوم سره هم ستونزه لري: ((ديني عالمانو د سينما چوك ته د فرهنګ چوك نوم ورکړی، ځکه سينما ښه تولیدات نه لري او خلک د بهرنیو فلمونو او سریالانو په لیدو له سينما بد وړي ځکه هغه د ټولنې د دود او دستور خلاف دي)).
نوموړې زياتوي، په دې وروستيو كې يو ښه خبر چې د سينما او تياتر چلوونكو ته يې له سره د كار انګېزه وركړې؛ په هرات ولايت كې د فلمونو د نندارې او تياتر له پاره د يوه سالون جوړېدل دي.
محبوبه برات دغه راز وايي، د هرات ولايت خلك هره پديده ژر مني او هغه خپلواکي چې دوی يې لري په نورو ولايتونو كې يې ښځې نه لري: ((كومې ښځې چې د سينما او تياتر په برخه كې په هرات کې كار كوي، ډېرې فعاله دي، خو د كار زمينه ورته نه ده برابره)).
په همدې حال کې د هرات ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د فرهنګ او هنر امر جاوېد زرقام وايي، د طالبانو له وخت څخه، چې د هرات ولايت يوازينۍ سينما ورانه شوه، تر اوسه په دې ولايت كې سينما او د فلمونو د نندارې له پاره كوم ځانګری ځای وجود نه لري: ((د تياتر د نندارو له پاره مو يوازينی سالون تېر كال د هرات د ښاروالۍ له خوا په دې پلمه چې د سړك يوه برخه يې بنده كړې وران شو)).
نوموړی زیاتوي، د ښځينه سينماګرانو په برخه كې یې بريالي ستوري لرل، لكه تكړه اداکاره رويا سادات چې خپل سينمايي كارونه يې له هرات ولایت څخه پیل کړل.
زرقام په وروستیو کې په هرات کې د سينما په برخه كې له پرمختګونو هم یادونه کوي: ((د (فېسبوك ډات كام) او د (زبان زرګري) سريالونه اوس په ټلوېزيون خپرېږي، دغه راز د یو شمېر هنرمندانو د هڅو له برکته د تياتر دوه خصوصي موسسې جوړې شوې، خو دولتي چارواكو كومه پاملرنه نه ده كړې)).
له بل لوري هما لس كاله كېږي، چې د بلخ په ولايت كې د سينما په برخه كې كار كوي. نوموړې وايي، عام خلك د سينما کارکوونکو ته درناوی لري او د هغوی د کارونو ستاینه کوي، خو حکومت ورته هېڅ ډول پاملرنه نه لري.
له بل لوري د بلخ ولايت بله سينمايي ستورې کرشمه ژګفر له كورنۍ او خپلوانو ګيله لري، چې سينما کې د کار له کبله ورسره ناوړه چلند کوي، خو نورو دوستانو او ملګرو یې هڅولې او ملاتړ یې کوي.
كرشمه له حکومت هم ګیله کوي، چې د زده کړو پروګرامونه یوازې کابل او هرات کې دايرېږي او د بلخ ولایت ته دې برخه کې هېڅ پام نه دی شوی: (( په داسې حال کې چې د كابل څخه وروسته زيات پروډكشنونه او ښه سينمايي كركټرونه په بلخ کې دي، خو د زدهكړو پروګرامونه دلته نه عملي کېږي)).
له بلې خوا د بلخ ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست مشر صالح محمد خليق وايي، په افغاني ټولنه كې د سينما او تياتر برخو كې د ښځو كار كول يو څه ستونزمن دي: ((كه څه هم ټولنې تر ډېره دا منلې ده، خو كورني مخالفتونه ډېر دي، په دې ولايت كې امنيت په پوره ډول تامين دی او ښځې په ډاډه زړه د سينما په برخه کې كار كوي، زموږ هڅه هم دا ده، چې له هغوی څخه ملاتړ وكړو او د پرمختګ زمينه ورته برابره كړو)).
له بل لوري د بلخ ولايت د تياتر مدير محمد انور نبيل په دغه ولایت کې د سينما د ناوړه وضعیت په تړاو اندېښنه لري. نوموړی وايي يو شمېر هنرمندان په خپلو شخصي هڅو غواړي دغه هنرونه ژوندي وساتي.
نوموړی وايي، د بلخ د تياتر په تشكيل كې درې تنه اجير كاركوونكي او يو تن كارګردان لري، چې په دې پرسونل نه تياتر جوړېږي او نه فلم: ((كه چېرې دې مديريت ته ۵ تنه نارينه او درې څلور تنه ښځينه هنرمندان استخدام شي، په هرو ۱۵ورځو كې به زه يوه تياتري ننداره ولرم)).
نوموړی وايي، یوازې ځانګړو ورځو کې دوی ته هدایت ورکول کېږي، چې ننداره جوړه کړي، یو شمېر ښځې ورسره دغه نندارو کې د برخه اخستو له پاره ورته مراجعه کوي، خو دوی ورته کومه ځانګړې حق الزحمه نه لري.
په دې ټولو ستونزو او ننګونو سربېره، په وروستیو کې د هرات ښځو د فلمونو څلورم نړیوال فستیوال د څلورو ورځو لپاره د “آرمان شهر” او “خانه فلم رویا” موسسو له خوا کابل کې په لاره اچول شوی و.
په دې فستيوال کې د نړۍ له شاوخوا شلو هېوادونو د ښځو په اړه فلمونه نندارې او ارزونې ته وړاندې شول. په دې فستیوال کې د افغانو هنرمندانو تر څنګ یو شمېر بهرنیو هغو هم ګډون کړی و؛ له ایران څخه تکړه ډايرېکټره رخشان بني اعتماد او اداکاره مهناز افشار ځانګړې مېلمنې وې او فاطمه معتمد اریا د حیات په ډله کې راغلې وه.
ددې فستیوال په پای کې د ويګا مقربي ((آيينه و ايستګاه)) فلم ته د غوره فلم ځانګړې جایزه ورکړل شوه.
د دې ډول فستیوالونو جوړېدو یو ځل بیا راتلونکې ته د افغان سینماګرانو هیلې ډېرې کړې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA