ads

عمر خوړلي، هېر شوي

((کور ما جوړ کړ، بچيان ما رالوی کړل، ټول ژوند مې د دوی له پاره سختۍ تېرې کړې، خو بالاخره يې له کوره هم وايستم)).

نویسنده: The Killid Group
13 تله 1395
عمر خوړلي، هېر شوي

((کور ما جوړ کړ، بچيان ما رالوی کړل، ټول ژوند مې د دوی له پاره سختۍ تېرې کړې، خو بالاخره يې له کوره هم وايستم)).
دا د ۶۰ کلنې هاجرې خبرې دي چې د بشري حقونو کميسيون په دهلېز کې يې ديواله ته ډډه وهلې وه. نوموړې په ژړغوني غږ خپلو خبرو ته دوام ورکړ: ((درې زامن او دوه لوڼې لرم، يتيمان راته پاتې شول، په خورا سختيو مې رالوی کړل، خو اوس چې زه له پښو ولوېدم څوک يوه مړۍ ډوډۍ او د شپې تېرولو ځای نه راکوي)).
دا يوازې هاجره نه ده چې د زړښت پرمهال له کوره شړل شوې او څوک يې د ساتلو پروا نه لري بلکې د هېواد په ګوټ ګوټ کې ګڼ شمېر دغسې بوډاګان او زړې ښځې شته چې اولادونه يې له ساتلو ځان غړوي.
د هغې ارزونې پر بنسټ چې د افغانانو د ژوند په تړاو د ( ILCS) موسسې له خوا په ۲۰۱۴ كال كې ترسره شوې څرګندوي چې په افغانستان كې شاوخوا يو مليون هغه کسان چې عمر يې له ۶۵ كلونو اوښتی، ژوند كوي.
د كار او ټولنيزو چارو وزارت وايي، د ډېر عمر خاوندان په دوه برخو وېشلای شي، يوه ډله هغه کسان دي چې حکومت کې يې په کلونو دندې ترسره کړې دي او بيا تقاعد شوي دي چې د قانون پر بنسټ د خپل تقاعد امتيازات او حقوق ترلاسه کوي.
د دغه وزارت د ټولنيز خونديتوب د برخې مرستيال ډاکټر عبدالرحيمزی وايي، دويمه ډله د ډېر عمر خاوندان هغه کسان دي چې دولتي چوکاټ کې يې کار نه دی کړی او د هېڅ ادارې يا بنسټ له لوري يې ملاتړ نه کېږي.
عبدالرحيمزی وايي، د کار او ټولنيزو چارو وزارت د دويمې ډلې بوډاګانو له پاره د ملاتړ يوه طرحه جوړه کړې: ((ددې طرحې په عملي کېدو سره په ټولو برخو کې د ډېر عمر لرونکو کسانو ملاتړ کېږي، دغه طرحه د وزارت د رهبرۍ كميټې له خوا بشپړه شوې او کابينې ته استول شوې او وروسته به پارلمان ته واستول شي)).
په ۲۰۱۴ ميلادي کال کې هندوستان د يوه تړون له مخې غوښتل په افغانستان کې د ډېر عمر لرونکو کسانو له پاره د بوډاګانو کور(خانه كهن سالان) جوړ كړي، خو دغه طرحه د ملي شورا له مخالفت سره مخ شوه او د ملي او اسلامي ارزښتونو خلاف وبلل شوه.
اوس د کار او ټولنيزو چارو وزارت د ټولنيز خونديتوب مرستيال ټينګار لري چې د ډېر عمر لرونکو کسانو د خونديتوب په هدف يې نوی ميکانېزم رامنځته کړی چې د هغې پر بنسټ به بوډاګانو او زړو ښځو ته په کور دننه مرستې رسېږي:
((دا مرستې به يوه اندازه پيسې او روغتيايي خدمتونه وي)).
۷۰ کلن مير احمد له يوې لويې لاسي کراچۍ سره د قوای مرکز په سيمه کې د ديوال څنګ ته په دې تمه ناست دی چې څوک به يې د توکو وړلو له پاره ورسره بوځي، د هغه د مخ رنګ د غرمې ټکنده لمر تور اړولی و. د ميراحمد عمر او بدن ته په کتو ښايي سړی فکر وکړي چې ځان به هم يو نه شي وړای، خو نوموړی اړ دی چې د يوې وړې کورنۍ نفقه هم پوره کړي: ((يوازينی زوی مې له خپلې ښځې او ماشومانو سره ايران ته تللی، همالته ژوند او کار کوي، له ماسره هېڅ مرسته نه کوي، زه اړ يم د ځان او مېرمنې له پاره مې هومره وګټم چې پرې ژوند تېر کړو)).
د مير احمد په څېر ډېر نور بوډاګان هم د هېواد په ګوټ ګوټ کې د اقتصادي وضعيت د خرابوالي له کبله کار کولو ته اړ دي، ځکه تر دې مهاله هم د ټولنې دې قشر ته د حکومت له لوري پاملرنه نه ده شوې او د دوی په مرستو کې يوازې هغه بوډاګان شاملېږي چې مخکې يې دولتي ادارو کې دندې ترسره کړې او تقاعد ترلاسه کوي.

په دولتي پاليسيو کې نه شموليت
كه څه هم معلولين، كونډې ښځې او كارګر ماشومان تر يوې کچې د دولت په پاليسيو کې شامل دي خو د ډېر عمر لرونکو کسانو له پاره تردې مهاله کومه پاملرنه نه ده شوې او په دې برخه کې قوانين هم نه دي جوړ شوي.
د بشري حقونو خپلواك كميسيون د سيمهييز دفتر مشر رفيع الله بېدار وايي، د نړۍ په نورو هېوادونو كې بوډاګانو ته ځانګړې پاملرنه کېږي او د حکومتونو له لوري په منظم ډول ساتل کېږي.
نوموړی زياتوي، په افغانستان کې که له يوه لوري په ځينو مواردو کې اولادونه خپل بوډا پلار او زړه مور نه ساتي، له بل لوري بيا د ډېر عمر لرونکو کسانو له پاره د ساتنې د کورونو مخالفت هم کېږي.
نوموړی زياتوي، په ځينو مواردو کې هغه شمېر بوډاګان چې ځمكه او جايداد ولري، په كورنيو كې ډېر قدر لري او اولادونه ېې په دې تمه ساتي چې يوه ورځ به يې د جايداد خاوندان شي.
نوموړی زياتوي، هغه شمېر بوډاګان چې د جګړو او ناخوالو له کبله له خپل اصلي ټاټوبي څخه بې ځايه شوي تر نورو له ډېرو ستونزو سره مخ شوي او خپلوان هم ترې لرې شوي دي: ((دوی له نوي چاپېريال سره هم په آسانۍ عادت نه کوي، ځكه نو له رواني لحاظه د ډيرې پاملرنې وړ دي)).
بېدار وايي، په نړيوالو كنوانسيونونو كې د بوډاګانو په اړه مواد شته او ملګري ملتونه هم د دوی په اړه ځانګړی پرېکړه ليک لري، خو دولتونه دې ته نه اړ باسي چې قواعد ېې په نظر كې ولري او رعايت يې كړي: ((د افغانستان دولت يوازې په دې ټكي اتكا كوي چې کم شمېر بوډاګانو ته تقاعد وركوي)).

د بوديجې نه شتون
د بوډاګانو له پاره د ځانګړي ساتن ځای يا کور د جوړولو طرحه درې کاله وړاندې د سرې مياشتې له لوري وړاندې شوه چې له ګڼو حساسيتونو سره مخ شوه او د مشرانو جرګې له لوري هم رد کړل شوه. خو د سرې مياشتې ټولنې د خپرونو رييس محمد طيب يوسفزی ټينګار لري چې دوی دغه طرحه د يوې ډېرې مهمې اړتيا په توګه مطرح کړې وه: ((زموږ د ټولنې لومړی مسوليت د طبيعي او غير طبيعي پېښو قربانيانو ته رسيدګي ده، خو په همدې پېښو كې هم ښځو، ماشومانو او بوډاګانو ته ځانګړې پاملرنه نه كېږي)).
نوموړی وايي، درې کاله وړاندې چې دوی طرحه وړاندې کړه، په اړه يې له دوی وضاحت ونه غوښتل شو: ((دا په دې مفهوم نه ده چې موږ به د ټولنې دې برخې ته پاملرنه نه كوو او هغوی به هېروو)).
يوسفزی زياتوي، غواړي خپل ظرفيتونه لوړ کړي او د مرستونونو په چوکاټ کې اړو بوډاګانو ته ځای ورکړي: (( دا طرحه هم ځانګړې بودجې ته اړتيا لري او دولت بايد له موږ سره مرسته وکړي)).
که څه هم مشرانو جرګې د بوډاګانو کور له طرحې سره د مخالفت پر وخت ټينګار درلود چې که يوازې نوم هم بدل شي، ښايي دوی ورسره ستونزه ونه لري، خو د سرې مياشتې ټولنې د خپرونو رييس وايي، دوی له نوم سره ستونزه نه لري، بلکې دوی ته مهمه داده چې اړو بوډاګانو ته د ساتنې ځانګړی ځای وموندل شي: ((هغه كسانو چې د بوډاګانو كور له نوم سره مخالفت درلود بايد بديله طرحه يې وړاندې کړې وای، موږ ته د بدلون کوم وړانديز ونه شو)).
نوموړی زياتوي، که هغه وخت د مشرانو جرګې له لوري له دې طرحې سره مخالفت نه وای شوی سرې مياشتې ټولنې په خورا ښه ډول کولای شول هغه عملي کړي، خو د نوموړي په خبره اوس ددغې ټولنې وضعيت هومره ښه نه دی او په ولايتونو کې هم جګړو زور اخستی.
نوموړی زياتوي، اوسمهال د دوی لومړيتوب د جګړې ټپيانو او بې ځايه شوو ته ځان رسونه ده: (( زموږ د کلنۍ بودجې ډېره برخه له جګړې د اغېزمنو شوو سره مرستې ته ځانګړې کېږي)).

د لنډ مهالي ملاتړ اندېښنه
که څه هم د سرې مياشتې ټولنه ټينګار لري چې بوډاګان او د لوړ عمر خاوندان دغسې يو ځای يا کور ته اړتيا لري، خو د مشرانو جرګې يو شمېر غړي اندېښنه لري چې ښايي دا يوه لنډمهاله پروژه وي او په اوږد مهال د بوډاګانو ستونزې حل نه شي کړای.
د مشرانو جرګې د ټولنيزو تاميناتو د تنظيم كميټې غړی نثار حارث همدا خبره کوي، نوموړی وايي، دوه كاله د مخه چې کله د بوډاګانو كور د جوړولو طرحه مشرانو جرګې ته وړاندې شوه، په تړاو يې د سناتورانو غبرګونونه بېلا بېل وو، ځينې ورسره موافق او ځينې بيا مخالف وو او دا طرحه يې د انساني کرامت او اسلامي شريعت خلاف وبلله.
نوموړی زياتوي، د مجلس د يوه استازي په صفت د هغه نظر دا دی چې كه چېرې د سرې مياشتې ټولنه د دې طرحې د پلي كولو لپاره كافي بودجه ولري او د نورو پروژو په څېر يوه لنډمهاله پروژه نه وي، نو د دې كور جوړول به ښه وي: ((زه به د مشرانو جرګې په مجلس كې له دې طرحې ملاتړ وكړم)).

مجهول الهويه جسدونه
عدلي طب يو شمېر نور داسې موارد ثبت کړي چې ښيي يو شمېر د ډېر عمر خاوندان او بوډاګان هېڅ کورونه نه لري او خپلوان يې هم پوښتنه نه کوي.
يو شمېر هغه بوډاګان چې په ترافيكي پېښو كې يې خپل ژوند له لاسه ورکړی او يا هم په طبيعي مرګ مري په ورځو ورځو د عدلي طب په سړو خونو كې ساتل كېږي او كله چې هېڅوك د هغوی د جسد اخستو لپاره مراجعه نه كوي، نو د كابل ښاروالۍ په مرسته خاورو ته سپارل كېږي.
د عدلي طب د خدماتو وړاندې كولو د برخې مسوول ډاكټر خليل احمد پښتونيار وايي، د روان كال په لومړيو شپږو مياشتو كې د عدلي طب رياست ته د بوډاګانو ۶ مجهول الهويه جسدونه چې د ترافيكي پېښو له کبله يې خپل ژوند له لاسه ورکړی وو راوړل شوي او د دې تر څنګ د هغو بوډا معتادينو چې سړك په سر او تر پلونو لاندې يې ژوند له لاسه وركړی عدلي طب ته ورړول شوي دي.
نوموړی زياتوي، د ټول هېواد په كچه همدا يو د عدلي طب مركز لري چې ښه ظرفيت لري ځكه نو مجهول الهويه جسدونه د خپلو سړو خونو د ظرفيت سره برابر تر هغه وخته چې امكانات ولري ساتي: (( خو كله چې د جسد خپلوان او كورنۍ پيدا نشي، جسدونه د كابل ښاروالۍ د كلتوري رياست په همكارۍ خاورو ته سپارل كېږي)).
پښتونيار زياتوي، تول مجهول الهويه جسدونه د عدلي طب د امبولانس په مرسته د قلعه حشمت خان هديرې ته انتقال او هلته خاورو ته سپارل كېږي.

کورنی تاوتريخوالی
بلخوا د ښځو چارو په وزارت كې د ښځو د ملاتړو مركزونو كارپوهه فاطمه نجيبزاده وايي، دې وزارت ډېر لږ شمېر دغسې پېښې ثبت کړې دي چې زړې ښځې دې خپل اولادونه ونه ساتي.
نوموړې زياتوي، کوم موارد چې پېښ شوي هم دي، دوی يې د ساتلو ځای نه لري او هڅه يې کړې چې بېرته يې له خپلې کورنۍ او اولادونو سره د خبرو کولو له لارې يو ځای کړي.
نوموړې زياتوي، ډېرې پېښې د دې لپاره رامنځته كېږي چې خواښې خپله نږور نه مني او يا هم نږور د خپلې خواښې سره ژوند كول نه غواړي.
نوموړې زياتوي، د دې ستونزې د حل يوازينۍ لار د بوډاګانو د كور جوړول دي، تر څو هلته اړ بوډاګان او زړې ښځې وساتل شي.
په همدې حال کې د بشري حقونو له خپلواک کمسيون سره له کوره د بوډاګانو او زړو ښځو د شړلو ۱۰ پېښې ثبت شوې دي چې زياتره يې ښځې دي.
ددې كمسيون د ښځو د حقونو د برخې مسووله زيبا حيدري وايي، د دغو مواردو له منځه يې يوه قضيه د ښځو چارو وزارت په مرسته د امن كور ته وسپارله او بله قضيه يې هم (ښځې د ښځو له پاره) دفتر ته وسپارله، خو نورې ښځې يې د دوی له اولادونو او خپلوانو سره د خبرو کولو له لارې بېرته له خپلو کورنيو سره يو ځای کړې دي.
زيبا حيدري زياتوي، دا په ټولنه كې يوه جدي ستونزه ده، او د تاوتريخوالي داسې موارد دوی ثبت کړي دي: ((زړه ښځه چې كونډه وي او زوی هم نه لري له مجبورۍ له خپلې واده شوې لور سره اوسېږي، خو زوم يې هغه نه ساتي او د هغې لور مجبوروي چې خپله مور له كوره وشړي)). نوموړې زياتوي، ملي شورا چې د قانون جوړولو مرجع ده، د بوډاګانو کور له طرحې سره يې بايد مخالفت نه وای کړی.

ګټې وټې ته اړ بوډاګان
په افغانستان کې داسې کورنۍ هم لږې نه دي چې د ګټې وټې سړي يې بوډاګان او د ډېر عمر لرونکي کسان دي. که په نورو هېوادونو کې د دوی لپاره خوندي ځايونه برابرېږي او لګښتونه يې ورکول کېږي، خو په افغانستان کې دغه قشر اړ دی چې ځينو مواردو کې د نورو لګښتونه هم پوره کړي.
۷۵ كلن بابا نعيم چې له ډېر ډنګروالي يې په بدن کې تش هډوکي پاتې دي د ژوند له ناخوالو او د خپلو اولادونو له ناوړه چلن سخت ناهيلی شوی. نوموړی وايي،(( ۸ اولادونه لرم ۴ لوڼې او ۴ زامن، لوڼې مې واده كړې او د دوو زامنو لپاره مې هم ودونه كړي او خپل مسووليت مې ادا كړی، خو يو زوی مې معيوب او بل اته كلن دی چې زما سره ژوند كوي)).
د هغه سترګې له اوښكو ډكې شوې او بيا يې په ورو ورو شونډې وخوځېدې: ((زما لاسنيوی هېڅوك نه كوي، زامنو په تش ميدان پرېښې يم، ان چې اختر كې مې هم ليدو ته رانه غلل)). نوموړی زياتوي، د ورځي ۱۰۰ يا ۵۰ افغانۍ ګټي او داسې ورځې هم راځي چې د وچې ډوډۍ پيسې هم نه شي موندلای: ((ځينې وختونه مې چې كار له توانه وتلی وي او د اوړو بوجۍ زياتې وي، نو له بل جوالي څخه مرسته غواړم او د خپل كار پيسې ورسره نيمايي كوم)).

په اسلام کې د والدينو حقونه
اسلام يو له هغو اديانو دی چې په هغه کې مور او پلار ته په احترام سخت ټينګار شوی. ديني عالم مولوي محمد اعظم طارق وايي، د مور او پلار د حقونو په تړاو د قران عظيم الشان په څلورو سورو كې حكم شوی چې لومړی د خپل خدای (ج) عبادت وکړئ او بيا له مور او پلار سره نېک چلند وکړئ.
طارق زياتوي، په اولادونو د والدينو حقونه چې بيا ضعيفه شوي هم وي واجب دي او له شرعي اړخه کې څوک د خپل مور او پلار حقونه نه پر ځای کوي، عاق كېږي: ((عاق په دې معنا چې څوك د خدای (ج) د قهر او غضب وړ ګرځېدلی وي او عاق کېدل د كبيره ګناهانو له ډلې ده)). مولوي طارق وړاندې وايي، د اسلام له نظره د بني ادم د نوعې په تړاو څو ډوله مسووليت وجود لري: ((لومړی مسووليت يې كورنۍ، دويم مسووليت يې هغه خپلوانو ته متوجه كېږي چې د هغه له مال څخه ارث وړي لكه ورور،خور، وراره … او هغه څوك چې هېڅ مورث نه لري او ارث يې دولت ته رسېږي، د شرعې په چوکاټ کې ورته كلاله وايي. د هغوی د ساتلو مسووليت د حكومت په غاړه وي)).

پايله
د افغانستان دولت په تېرو ۱۵ كلونو كې د ډېر عمر لرونکو کسانو او بوډاګانو لپاره هېڅ کوم ګټور کار نه دی کړی.
په هغه ارزونه کې چې له بوډاګانو سره د مرستې سازمان له خوا بوډاګانو ته د اسانتياوو برابرولو او د هغوی د خونديتوب د كچې په تړاو ترسره شوې راغلي چې په ۲۰۱۳ كال كې د نړۍ د ۹۱ هېوادونو په كتار کې افغانستان د بوډاګانو لپاره تر ټولو بد هېواد بلل شوی او سويډن د نړۍ تر ټولو ښه هېواد ياد شوی.
د افغانستان د اساسي قانون په شپږمه او اوومه ماده کې راغلي چې دولت د دموكراسۍ او بشري حقونو پر بنسټ ټولنه جوړوي، د بشري حقونو نړيوالو اعلاميو ته احترام لري او نړيوال كنوانسينونه رعايتوي، نو پر دې بنسټ د افغان حکومت مکلفيت او دنده ده چې د هېواد د ټولو وګړو حقونه په يو ډول خوندي کړي او په ځانګړي ډول د هغو کسانو ژوند او ستونزو ته پاملرنه وکړي چې په خوړلي عمر د نورو نفقه ور تر غاړې ده او يا هم د اوسېدو لپاره کور او د خوړو له پاره ډوډۍ نه لري.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA