په پکتیا کې د ۲۰۳ تندر قول اردو چارواکي وایې، د دې ولايت په جانخېلو او څمکنیو ولسوالۍ اړوندو سیمو کې د ځمکنيو او هوایي عملیاتو پر مهال ۹۵ وسله وال وژلي شوي او ۲۵ نور ټپیان دي.
د پکتیا ولایت له ۲۰۳ تندر قول اردو څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې وژل شویو کسانو کې د وسله والو مخالفینو مهم قومندانان عبدالولي، نسيم، جان، کاکی وزیر او خیبر وزیر هم شامل دي.
سرچينه دغه راز وايي، په وژل شویو کې بهرني جنګیالي هم شامل دي خو دوی یې شمېر په ډاګه کړی نه دی.
وسله والو طالبانو تر اوسه د دغې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ