ads

كندهار: له ښوونې او روزنې پوهنځي څخه ۴۱۹محصلين فارغ شول

د كندهار پوهنتون له ښوونې روزنې پوهنځي څخه د لسمې دورې ۴۱۹ محصلين فارغ شول.
د كندهار د ښوونې او روزنې له پوهنځي څخه د فارغو شويو محصلينو په ډله كې شل تنه يې نجوني وې، چې په پښتو، دري، انګلیسي، بیولوژي او نورو څانګو کې يې د شپې او ورځې په پوهنځيو کې زده کړې بشپړې کړې وې.
د کندهار پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي رئیس عبدالرحمن بابي د فراغت غونډې ته په وينا كې وويل، تېر کال يې له ستونزو سره – سره د محصلینو لپاره د ښو زده کړو زمينه برابره کړې وه خو په وينا يې، له ولايتي چارواكو غواړي چې د محصلينو ستونزو ته حل لاره راوباسي

نویسنده: The Killid Group
9 وږی 1395
كندهار: له ښوونې او روزنې پوهنځي څخه ۴۱۹محصلين فارغ شول

د كندهار پوهنتون له ښوونې روزنې پوهنځي څخه د لسمې دورې ۴۱۹ محصلين فارغ شول.
د كندهار د ښوونې او روزنې له پوهنځي څخه د فارغو شويو محصلينو په ډله كې شل تنه يې نجوني وې، چې په پښتو، دري، انګلیسي، بیولوژي او نورو څانګو کې يې د شپې او ورځې په پوهنځيو کې زده کړې بشپړې کړې وې.
د کندهار پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي رئیس عبدالرحمن بابي د فراغت غونډې ته په وينا كې وويل، تېر کال يې له ستونزو سره – سره د محصلینو لپاره د ښو زده کړو زمينه برابره کړې وه خو په وينا يې، له ولايتي چارواكو غواړي چې د محصلينو ستونزو ته حل لاره راوباسي: (( د ښوونې او روزنې پوهنځي محصلين كال په كال زياتېږي خو د تدريس اطاقونه يې ډېر كم دي، كه د ولايت مقام د ملي سوداګرو په مرسته او سكټوري مسوولينوسره په همكارۍ راته يو درې منزله د اويا اتيا اطاقونو تعمير راته جوړ كړي دا به ستاسې ډېره لوريينه وي، همدا راز زما هيله ده چې په لومړي قدم كې د كندهار د پوهنې رياست ځوان زموږ روزلى ځوان قشر جذب كړي.))
بابي، د ښوونې او روزنې د پوهنځي لپاره د ځانګړې او لويې ودانۍ جوړول او محصلینو ته د کار د زمينې برابرول په دې برخه کي جدي ستونزي یادي کړي.
د کندهار پوهنتون علمي مرستیال عبدالتواب بالاکرزي هم د پوهنتون د پراختیا او پرمختګ یادونه وکړه.
د ده په وينا د پوهنتون شپږ پوهنځي يې دولس کړي، انټرنيټي آسانتياوي يې برابري کړي، د محصلینو د څېړنو او مطالعې لپاره يې لوی کتابتون پرانیستی او له افغان – هند مرکز په مرسته يې په بهرنيو هیوادونو کې د انلاین زده کړو زمينه برابره کړې ده.

مراسمو ته د جمهور رئيس سلاکار حاجي اغا لالي دستګیري هم خبري وکړې او ژمنه يې وکړه، چي له ارګ سره به فارغو شويو محصلینو ته د ماسټرۍ زده كړو د زمينې برابرولو په اړه خبرې وكړي.

د معلوماتو له مخې سږکال د کندهار پوهنتون له اووه پوهنځيو څخه تر ۱۱ سوه زیات محصلین فارغ شوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA