د بلخ د نهر شاهي ولسوالۍ ابتداييه محكمې څلور تنه د خره د غوښې د پلور په جرم په څلور- څلور كاله بند محكوم كړل.
پوليسو دغه څلور كسان هر يو غلام رسول، جمعه خان، داوود او سيد كاظم يوه مياشت وړاندې د بلخ په شولګره ولوسالۍ كې د خرو په وژنه او د خرو له غوښې سره لاس په لاس نيول شوي وو.
نيول شوي كسان د خره د غوښې د پلورلو تور ردوي او وايي، چې د كرزي په نوم د يو سړي مزدوران وو او هغه به د خرو پوستكي د خرڅلاو لپاره وركول.
د محكمې لخوا په څلور كلن بند محكوم شوي دغه څلور واړه كسان وايي، دوى ته د خره د پوستكي په ايستلو د ورځې ۲۵۰ افغانۍ وركول كېدې.
دوى ته د څلور كلن بند سزا د نهر شاهي د ابتداييه محكمې قاضي قادر سلطاني واوروله.
پوليسو ويلي، يوه مياشت وړاندې يې د شولګرې ولسوالۍ له مركزه ۱۵ كېلو متره وړاندې يو داسې ځاى كې ياد كسان ونيول چې خره به يې په كې مړه كول او غوښې به يې ترې وړلې تر څو يې په خلكو وپلوري.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ