ads

ملي امنيت، اسټرالوۍ مېرمن له تښتوونكو خوشې كړه

ملي امنيت يوه تښتول شوې اسټرالوۍ مېرمن راخوشې كړه
د ملي امنیت عمومي ریاست وایي، چې مؤظفینو یې د یو لړ ځانګړو عملیاتو پرمهال له جلال اباد ښار څخه تښتول شوې اسټرالیایي میرمن، د انسان تښتونکو له منګولو ژغورلې ده.
د ملي امنیت عمومي ریاست له لوري نن په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې میرمن (کری ویلسن) شاوخوا څلور مياشتې وړاندې له جلال اباد ښار څخه تښتول شوې او اوس د ملي امنيت د ځواكونو په عملياتو كې د انسان تښتوونکو له منګولو راخلاصه كړاى شوه.
خبرپاڼه وایي، په دغو عملیاتو کې یې د یادې پیښې په تړاو څو تنه نیولي، چې اوسمهال ترې څېړنې روانې دي.
سرچینه وایي، میرمن كري ويلسن په جلال اباد ښار کې له یوې خیریه موسسې سره کار کاوه، چې اوسمهال یي روغتیایي وضعیت د ډاډ وړ دی.
ملي امنيت نه دي ويلي چې ميرمن كري يې په كوم ځاى كې پيدا كړې؟ خو راپورونه وايي چې، دغه اسټرالوۍ میرمن تېره شپه د ننګرهار روداتو ولسوالۍ کې د عملیاتو پرمهال د وسله والو له منګولو ژرغول شوې ده.
ومو غوښتل، په دې اړه د ننګرهار ولایتي ادارې نظر هم له ځانه سره ولرو؛ خو تر پرله پسې اړیکو وروسته هم ونه توانیدو.
دا لا معلومه نه ده، چې میرمن كري ويلسن چا او ولې تښتولې وه.

نویسنده: The Killid Group
8 وږی 1395

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA