ads

غزني: ۵۲۵ جګړه ځپلو او افت ځپلو كورنيو سره مرستې وشوې

حفیظ الله ګلستاني نن د دغو مرستو د ویشلو پر مهال کلید ته وویل، هغو كورنيو ته چې مرستې رسول شوي له ډلې يې ۲۹۷ كورنۍ د اندړو اړوند دي چې په تېرو څلورو مياشتو كې د ناامنۍ په وجه د خپلو كورونو پرېښودلو ته مجبورې شوې وې.
نوموړي زیاته کړه، د اندړو له بې ځايه شويو سره يې د كور په سر د ۵۰ كيلويي بوجۍ اوړو، ۵ ليتره غوړيو، درې درې كمپلو، ۶ جاكټونو، ۶جوړه جورابو او يو تخته ترپال مرسته وكړه

نویسنده: The Killid Group
8 وږی 1395
غزني: ۵۲۵ جګړه ځپلو او افت ځپلو كورنيو سره مرستې وشوې

د غزني د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزي ریاست له هغو ۵۲۵ کورنیو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته وکړه، چې د روان کال په لومړیو کې د نا امنیو او جګړو له کبله بې ځایه شوي یا یې هم کروندې د سیلابونو له کبله زیانمنې شوې وې.
په غزني كې د ياد رياست مشر حفیظ الله ګلستاني نن د دغو مرستو د ویشلو پر مهال کلید ته وویل، هغو كورنيو ته چې مرستې رسول شوي له ډلې يې ۲۹۷ كورنۍ د اندړو اړوند دي چې په تېرو څلورو مياشتو كې د ناامنۍ په وجه د خپلو كورونو پرېښودلو ته مجبورې شوې وې.
نوموړي زیاته کړه، د اندړو له بې ځايه شويو سره يې د كور په سر د ۵۰ كيلويي بوجۍ اوړو، ۵ ليتره غوړيو، درې درې كمپلو، ۶ جاكټونو، ۶جوړه جورابو او يو تخته ترپال مرسته وكړه.
ګلستاني وایي، پاتې ۲۲۸ کورنۍ هم د غزني ولایت د ده یک ولسوالۍ اړوند کروندګر دي، چې دوه میاشتې مخې یې د سیلابونو له کبله کرنیزې ځمکي زیانمنې شوې وې: (( دوى ته مو يوازې خوراكي مرستې ورسولې، چې هرې كورنۍ ته يوه پنځوس كيلويي بوجۍ اوړه او ۵ ليتره غوړي ورسېدل.))
خو د دغو مرستو ترلاسه کوونكي له ورکړل شوې مرستې څخه ناراضه دي، دوى يو په يو كليد ته وويل، چې ورکړل شوي اوړه د انسانانو  د استفادې وړ نه دي.
د ده یک ولسوالۍ د رامک د سیمې یو اوسیدونکي كليد ته وويل، نه يوازې دا چې مرستې ورته كفايت نه دى كړى بلكې په وينا يې اوړه يې په كور كې د كارولو وړ هم نه دي: (( نه پوهېږم دا اوړه یې په بازار کي له خرابو اوړو سره بدل کړي که څنګه؟ ټول یې سبوس لري، چې انسانانو ته په درد نه خوري، مجبوره یوو حیواناتو ته یې ورکړو.))
د یادوني وړده، یوه اوونۍ مخکې هم د غزني ولایت له طبیعي پیښو سره د مبارزي ریاست د ده یک ولسوالۍ له ۴۳ هغو سیلاب ځپلو کورنیو سره  نغدي او د خوراکي توکو مرسته کړې وه،چې دوه میاشتي مخکې یې کورونه د بارانونو او سیلابونو له کبله نړیدلي او زیانمن شوي وو.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA